مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-10   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

امريکا : کابل ښاروالۍ ته۲۴۰ ميليونه ډالره ورکوو

لودين


تيره ورځ ناوخته په كابل كې د امريكا سفير کارل ايکن بيري  د  كابل ښاروالۍ سره د ۲۴۰ ميليونو ډالرو د مرستې اعلان وكړ.
كابل ښاروال انجنير محمد يونس نو اندېش يوي خبري غونډي ته وويل  ، چې دغه پيسې به د نوي ابتكار په نوم د پروګرام له لارې ولګول سي .
هغه زياته کړه  چې په دغه پروګرام كې په كابل  ښار كې د سړكونو ، زيرزمينيو ، هوايي پلونو ، د استوګنې كورونه او ځينې نورې پروژې شاملې دي .
د نواندېش په خبره ، دغه پيسې به د درې کلونو په موده كې په يادو پروژو ولګول سي .
كابل ښاروال زياته كړه ، چې ددې پروژو طرحه يي له  يوې امريكايي كمپنۍ سره  مطرح كړې ده .
په كابل كې د امريكا سفير ايكن بيري وويل ، چې كابل ښار ښو ښاري خدمتونو ته اړتيا لري ، ځكه  چې د افغانستان هغه خلك ، چې په ښارونو كې ژوند كوي ۵۰ سلنه يي په كابل كې دي .
ده زياته كړه ، چې په كابل كې به له  هغو پروژو سره هم مرستې وكړي ، چې د پيسو د نشتون له امله يې كار په ټپه ولاړ دى .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery