په ناروی کی میشت د افغان ځوانانو یو ټیم په دی وروستیو کی په دې وتوانید چي د خپل زیار او زحمت په بنسټ د یوی سیمیزی راډیو په رامنځته کیدو بریالي سي . دا راډیو چی د هیـــواد راډیو په نوم یادیږی ، او په اونی کی یوه ورځ چی د یکشنبی ورځ ده د ۴ ساعتونو لپاره د اروپا په وخت د سهار د لسو نه د غرمی تر دوه بجو پوری خپرونی لری . دوی په دی تکل دي تر څو د افغانی کلتور او دستور د ودی ، په ناروی کی د میشتو نوو ځوانانو تر منځ د خپلی ژبی تروج او وده تر څنګ د نوو راغلو افغانانو لپاره یوه معلوماتی مرجع هم اوسو .
راډیو د اوسلو او په شاوخوا سیمو کی د اف ایم په څپه ۱۰۷،۷ ) F.M 107,7 (د اوریدلو وړ ده . دوستان یی د نړی په نورو سیمو کی ددوی د ویبپاڼی له لیاری چی www.hewadradio.com نومیږی ژوندی او تیری خپرونی، د ویبپاڼی په زیرمتون کی اوریدای شی .