مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمریض فزیکی معاینات له سر څخه تر پښو

ډاکټر یاسین زی


1- دمریض عمومی وضع :- دمریض حالت روحتاً معلومیږی چی وضع یی واقعی د مریض ده اوکه نه۰
 :سر- دسرتفتیش - دسرجس کول- دسردپوستکی کتل- دسردویښتانوکتل- دسردهډوکی کتل۰ A
- سترګی:- دلیدلوقابلیت- دلیدلوقدرت- دسترګوحرکات- قرنیه-عدقیه- صلبیه- منظمه- باڼوګانB
- غوږونه:- داوریدوچک کول – ددردمعلومول – داتوسکوپ په ذریعه معاینات۰C
- پزه (پوزه- سګمه):- دپزی تفتیش – دپزی جس کول ۰D
- خوله:- دخولی دبد بویی معلومول دچینجی کنترول- تانسل- ژبه-  دخولی داخلی دیوال - اوری E
مخ :- دژاموحرکت – دساینوسونوجس کول(هغه خالیګاوی چه په مابین دوریځو اودسترګوکی وی) –F
- غاړه (ورمیګ):- تفتیش او جس کول – پوستکی- لمفاوی عقدی (کتلی یاپړسوب)- شزن- تناظر(مساوی)G
          نوټ:- تفتیش په سترګوکتل جس یا لمس په لاس معاینه کول

هغه اصطلاحات چی په فزیکی معایناتو کی استعمالیږی په لاندی ډول دی۰

تفتیش:- په سترګو لیدل اومعاینه کول۰
جس :- دلاس هغه معاینه چی دهغه په ذریعه صوتی اهتزازات معلوموی۰
لمس :- دلاس هغه معاینه چی دهغه په ذریعه کتلی – پړسوب – طحال اویاهم دګردوحالت معلوموی۰
قرع :- هغه معاینات چه صدر او یاهم بطن دګوتو په ذریعه معلوموی يعنی دیو لاس منځنی ګوته دبل لاس په هغه ګوتوچه په بطن او یاپه صدرایښودل شوی وی ضربه ورکوی چی دری ډوله آواز ورکوی

اول:--- وضا حت:-  چی طبعی او نارمل آوازدی۰
دوهم – اصمیت :- هغه آواز چی د مایع دموجودیت په صورت کی مینځ ته راځی۰
دریم— طبلیت :- هغه آواز چی د هوا دموجودیت په صورت کی مینځ ته راځی لکه د ډول آواز۰
بطن :- ګیډه
صدر :- دسینی قفس (سینه)
اصغا‌ء :-- اوریدل په غوږونو باندی د ستاتیسکوپ په ذریعه لکه دسږو- کلمو- دزړه ۰۰

دسږو(ششونو) اصغاء یا دآوازونو اوریدل ۰
اول-  رال (رایلا):- ټول هغه مخشوش کونکی اواعضافی(زیاتی) آوازونه چه د مایعاتودموجودیت په وخت کی پیداکیږی اوداسی ترق ترق کوی لکه مالګه چه په اور واچول شی ایاهم ویښتان سولوی۰
دوهم—کریپشن :- هغه اعضافی آواز چه په ډیره سختی سره اوریدل کیږی ۰
دریم--  رانکای :- هغه آواز چه دششونو دپرش نه مینځ راځی (خرخر)۰
څلورم--  ویزینګ :- هغه موسیقی ته ورته آواز چی دمخاطی افرازاتویا هم دکوچنی قصباتودتنګوالی په اثرمینځ ته راځی چی ساه لنډی (آستماء) یی ښه مثال دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery