د کوچني اختر په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ١٧/٦/١٣٨٩ – ٩/٩/٢٠١٠
کابل - افغانستان
تر هر څه د مخه د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو لخوا د کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د افغانستان ربړيدلي او غمجن ولس او د نړي په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم.
اختر مو مبارک سه
ګرانو هېوادوالو!
روژه د الله (ج) لخوا پر ټولو مسلمانانو باندي يوه داسي فريضه ده چې پکښي لوي حکمت نغښتي دي چې شته مندان او مالدار د بي وزلو او وږي انسانانو د حال او احوال څخه خبر دار سي او د هغوي سره مرسته او خواخوږي وکړي.
روژه سږ کال په افغانستان کې د يوي خوا د خارجي پوځونو د مردکو او بمبونو د باران او د بلي خوا د خداي (ج) د رحمت د باران څخه را پيښ سيلابونو له کبله زموږ ډېر هېوادوال او مسلمان وروڼه په پښتونخوا او بلوچستان کې شهيدان کړه چې همدي غميزي په دي اختر کې ډېري کورني د خوشحالي پر ځاي د غم پر کمبله کښينولي دي، دغو شهيدانو ته جنت الفردوس او د دوي کورنيو ته جميل صبر غواړم.
ګرانو هېوادوالو!
دري لسيزي کيږي چې د خارجيانو دمغرضو پلانونو له مخي په هېواد کې جنګ، جګړه او بي اتفاقي جريان لري، حالات د ښه والي پر ځاي د خرابيدو خوا ته روان دي.
الله پاک د قرآن مجيد په مبارک آيت کې واي چې " فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصلِحوا ذاتَ بَينِكُم " ترجمه: "تاسو د الله پاک څخه وبيريږي او خپل منځي اړيکي سمي کړي".
د پورتني مبارک آيت پر اساس ټول افغانان بايد د جنګ د ختميدلو او د سولي په ټنګښت کې د يو بل په زغملو سره د خبرو او اترو لاره غوره کړي او د خارجيانو شوم او کرغيړن پلانونه په اوبو کې لاهو کړي.
راځي د کوچني اختر په مبارکو وروځو کې د خپلو اغيزو او اړيکو څخه په کار اخستلو سره د مفاهمي لپاره کار وکړو او خپله اسلامي فريضه پر ځاي کړو تر څو چې په هېواد کې تل پاتي سوله ټينګ، د بي وزلو افغانانو ويني تويدل بند او رښتني خپلواک او ولسواک نظام پراختيا وکړي.
په دي هيله چي هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
د ټولني مشر
د کمکي اختردرارسېدوله امله د افغاني ځوانانو ټولنې پیغام
په داسې حال کې چې زمونږ جنګ ځپلي هیوادوال په ډیرو بدو جنګي شرایطو کېژوند کوي او لاسونه یې د خوښی د نکریزو په پر ځای په سرو وینو لړلي اوخولې یې د خندا پر ځای د ژړا څخه ډکې دي او د ډول او اتڼ پر ځای د ویر پهټغر ناست دي او هره لحظه د مرګ انتظار کوي زړه نا زړه یم چې په کوم ډولد کمکي اختر د رارسیدو مبارکي ووایم.
دا منم چې زمونږ دښمنانو زمونږ څخه اخترونه اخیستي دي ځکه په اختر کېهرځای میلې میلې وي او ژڼي ډول ته اتڼ اچوي خو زمونږ غیرتي ولس د دومرهټولنیزو، اقتصادي او روحي بدو شرایطو سره سره دا ثابته کړې چې افغانان دخپل کلتورله مخې د غم په ورځ غم لمانځي او د خوشالی په ورځ خوشالی.
دښمنته ددې وخت نه ورکوي چې په خپل خفګان یې خوشال کړي. د افغاني ځوانانو ټولنه دمبارکۍ په وړاندې کولو سره د ستر څښتن تعالی څخهغواړي چې دکمکي اختر دغه خوشحالي زموږ هميشنۍ خوشالي شي او په بركت يېپه هېواد كې يوه دایمي سوله رامنځته شي،تر څو په اینده کې خپل اخترونهد ویر او ماتم پر ځای په ډول او اتڼ ولمانځو.
ډاکټرعبدالجبار جبارخیل
د بختور اختر په مناسبت د اذاد افغانان د مشرتابه شورا پيغام
ګرانو هيوادوالو ،خويندو او ورونو
د روژي د بختور اختر په مناسبت زموږ نيکي هيلي او دره ناوي ومني ، اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر او خوشالي وي ،پاک اله د روژي د اختر په برکت زموږ په هيواد افغانستان کي دي سوله او ثبات ټينک کړي ،نور نو زموږ د بيګناه هيوادوالو ويني تويي نشي ،زموږ خويندي دي کونډي نشي،اولادونه مو يتيمان او بي سرپرست پاتي نشي،هيوادوال مو د وطن پريښودو ته اړ نشي او هجرتونه ونکړي،اتفاق او ورورولي د بي اتفاقي او دښمني ځاي ونسي ،نيستي او فقر خپل لمنه ټوله کړي ، هستي او بډايتوب زموږ د هر افغان په نصيب شي،نور نو غريبان او ګدايګران زموړ د هيواد د کوڅو نه ټول شي ، هيريون او د مخدره وژونکي مواد استفاده او کارول پر ځاي کار،روغتيا او نيکمرغه ژوند زموږ د هر هيوادوال کوربه وي،
درنو هيوادوالو
افغانستان د هر پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،پشه اي،بلوڅ،نورستاني ، قزلباش،ترکمن او نورو قومونو او قبايلو ګډ کور ، ټاټوبي او زانکو ده ، د تاريخ په اوږدو کي دغه ټول قومونه د نني افغاستان په ساتنه،دفاع او پرمختګ کي خاص رول لوبولي دي،موږ ټول د افغان او افغانستان په نوم وياړو ،راځي چه په ګډه سره دغه د نيکونو پاتي ميراث سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره سره لاسونه سره ورکړو ،
درنو هيوادوالو :سياسي ، ټولينيز او فرهنګي ټولنو،
ټول سياسي ، ټولنيز ، او فرهنګي ټولني د افغان او افغانستان بچيان او زموږ د هيواد پانګه ده ، ګوندونه او سياسي ټولني د هيواد د پرمختګ او ترقي لپاره ځانګړي پلانونه او برنامي لري ، موړ بايد يو د بل اهداف او پلانونه ښه وڅيړو او دره ناوي وکړو ،موږ حق نلرو چه ځان د افغانستان اصلي وارث اوبل دښمن او پردي وبولو ، ولي چه زموږ سياسي تاريخ دا په اثبات ورساوه چه هيڅ يو سياسي ګوند په يوازيتوب نشي کولاي د هيواد مشرتابه وکړي ، موږ بايد کوښښ وکړه چه يو بل ومنو او احترام وکړو ، بل څوک او يا بل سياسي جوړښت تور نکړو ،ځان سلامت او بل ملامت د هوښيارانو کار نده ،
ډير د تاسف وړ ده چه ځيني مشران او سياسي ډلي د افغانستان د سياسي تاريخ د نه درک کولو سره ډير زهرجن الفاظ د سياسي مخالفونو پر وړاندي کاروي ،لکه :کمونست ، کافر ، پاکستاني مزدور، غربي مزدور، روسي مزدور ، ايراني مزدور ، او نور نور .....
محترمو ورونو:زموږ سياسي تاريخ ښيي چه متاسفانه زموږ هيواد هيڅ کله هم داسي يو مشرتانه نه درلود چه ټول افغانانو په سر لاس کش کړي ، مينه او تودوخي ورکړي لکه يو پلار چه خپل اولادونه نازوي ،
موږ پدي باور يو چه د افغانستان اصلي ستونزه زموږ په اقتصادي او علمي کمزورتيا کي نغښتي دي ، که موږ په اقتصادي او علمي کچه لوړ وي نو اوسني ستونزي سره به لاس او ګريوان نه واي ،
نو راځي چه په ګډي سره د يو اذاد ، پر مختلي ، سرلوړي او دمو کراتيک اسلامي هيواد په جوړولو کي د لوي خدا ي نه مرسته وغواړو ،
په پاي کي مو يو ځل بيا اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر وي ٠
اذاد افغانان
د بينوا د ښکلې پاڼې درنو چلونکو سلامونه ،
د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وايم خداي دې وکړي چې دا اختر زموږ په جګړه ځپلي هيواد کې د خوښيو اوتلپاتې سولې پيلامه شي او نور نو افغان اولس د غمونو او کړاوونو پرځاي د خوښيو او ارامه ژوند کتونکي وي .
تاسو ته له خوښيو ډک اختر هيله کوم .
ستاسو ورور محمدظريف عنايت زی