دډاکټرانو پر سپېڅلي او انسانې هڅو باندي د وطن ددښمنانو وروستی بريد چې د پنځو تنو طبي فعالينو په شهادت چې په دې جمله کې ځوانيمرګ ډاکټر محمد اسمعيل احسان هم شامل وو، ختمه سوه دا یوه لويه تراژيدي او ملي غميزه ده چې د ټولو په زړونو کې يې داغ پرېښود. هغوی زموږ دخوار وطن انساني شتمني وه چې د خلګو و خدمت ته يې ملا تړلې وه . خداي پاک دي پر هغوی و رحميږي .
داسي وژني هيڅ انساني، افغاني او اسلامي معيار نلري او عاملين يې بې له شکه په هر وخت کې زموږ دوطن دثبات او سوکالۍ دښمنان وه او وي به . زموږ په ټولنه کې د پرديو لخوا داسي جنايتونو او نامرديو ته تل دکرکي په سترګه کتل سويدي او ورته کتل کيږي .
زه دځان او دخپلي کورنۍ د تسليت او خواخوږي مراتب تاسو د بېنوا فرهنګي ټولني غړو او د ټولو شهیدانو و کورنیو ته وړاندي کوم ،او په دې غم کې ستاسو سره ځان ګډ بولم . دلويه خدايه څخه تاسو ځوانانو او کورنيو ته مودزړه صبر غواړم .
په درناوي
هدايت الله هدايت - استراليا