مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان نومیالی هنرمند نبی الله هنرمل هم وفات شو

محمد یوسف هېواددوست

غم د پاسه غم

په هغه  کلونو کې د افغانستان ټلویزیون نوی جوړ شوی و، او  په لږ شمېر کې  کارپوهان د ملي ټلویزیون د سمبالښت په چارو لګیا و ، بهرنۍ مرستې نه وړې ، خپله ټلویزیون هم بشپړ امکانات نه درلودل  او خپرونې هم باید جوړې او ټلویزیون فعاله ساتل شوی وای ، په دغه شان حالاتو کې د خپرونو د ښه سمبالښت  او نندارې لپاره د ډیکور ، آرت او ګرافیک برخه ډېره ضروري او مهمه برخه وه .په دغه شان  حساس وخت کې ارواښاد نبی الله هنرمنل   او څو تنو نورو  همکارانو یې د افغانستان نوی جوړ شوي ټلویزیون ته لکه مټ او بازو شول .هنرمل او ملګرو یې  له سهاره تر ماښامه د ټلویزیون د بېلا بېلو خپرونو لپاره دیکورونه ، ستیژونه ، د ستدیو ډول او شکل ، د خپرونو د تایتل لپاره لیکونه ، عنوانونه او  نومونه، او د مستقیم نشر  په تېره بیا د خبرونو لپاره د تیلي  سیني  ټول تایتلونه ، د لباسونو او کالیو سمبالښت ، د نطاقانو او هنرمنمدانو د آرایش او ښکلا ، دغه راز د سندرو او نورو خپرونو د چاپیریال او فضا ډیزاین او ښکلا لپاره نه ستړي کېدونکي او تل پاتې ګامونه پورنه کړل .نبی هنرمل  د یو ښه هنرمند ، پیاوړي لوی مدیر ، غوره ممثل ،تکړه پرودیسر او ډایرکټر ، منلي پروګرام جوړونکي  او غوره فرهنګي شخصیت په توګه د افغانستان د ملي ټلویزیون د لوړتیا لپاره او وروسته بیا په اوسني وخت کې د  بیات بنیات د آریانا ټلویزیون لپاره  د یادونې وړ خدمتونه وکړل . ارواښاد نبي الله هنرمل  د ملي راډیو ـ ټڼلویزیون او افغانفلم د ټولو همکارانو لپاره له پېرزوینو او مرستو ډک ملګری و ، ما شخصا کله چې  هلته د خدمت ویاړ درلود  د هنرمل صاحب  له  مرستو او همکاریو ځان برخمن احساسو .تېرو ورځو کې   ورسره د ارواښاد میاګل اروال  په اړه په ټیلفون کې وغږېدم  او له دې نا خبره چې  دا دی لږ وروسته به د هغه د مړینې خبر اورم او دا دی  له بده مرغه نن یې د دایمي بېلتون په غم کې سترګې سرې او اوښکې تویوم . لوی خدای ( ج ) دې ښه جنتونه ور په برخه کړي .موږ د خپلږاکۍ د فرهنګي مرکز همکاران او د افغانستان د تیاتر ، سینما ، آرت او ګرافیک ټول  کارکونکي او همکاران د ارواښاد استاد نبي الله هنرمل مړینه د افغانستان د فرهنګ ډګر ته یوه ستره ضایعه ګڼو او په دې توګه د هنرمل صاحب له کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو ، همکارانو او ټولو فرهنګیانو سره د غم شریکۍ او خواخوږۍ مراتب شریکوو  او هیله لرو چې د افغانستان د ملي راډیو ـ ټلویزیون  او افغانفلم اداره  د هنرمل صاحب د آثارو په راټولولو او خوندي کولو کې وړ ګام پورته کړي  .

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery