و ټولو دوستانو او ملګرو ته په ډېري خواشينۍ سره خبر ورکول کيږي چي د استاد محمد معصوم هوتک مور او د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک مشره لور په کندهار کي په حق ورسېده .اناالله و انا اليه راجعون
مرحومه یوه ډېره دينداره ، هوښياره ، باتدبيره او ددرانه شخصيت څښتنه وه . ارواښاده له تيرو څو کلونو څخه په سويډن کي اوسېدله خو خپلي خوشبختۍ يې دژوند اخيره هفته و کندهار ته ورسول .
د ارواښادي جنازه په خپله پلرنۍهديره حضرت جي بابا کي خاوروته وسپارل سوه . فاتحه يې په کندهار کي په دو شنبه او سه شنبه اخيستل کيږي او په کاناډا کي به انشاالله په راتلونکې یکشنبې واخيستل سي .
روح دي يې ښاد او پر قبر دې انوار اوري