د شعر او ادب پر مينانو باندي زيري کو و چي د وران زېږديز د نومبر د مياشتي پر ١١ مه نېټه د جمعې په ورځ په لويه پکتيا کښي د نښتر په نوم کلنۍ مشاعره دوديږي ، هيله لرو چي همېشنۍ به وي .
موږ په جرمني کښي مېشت افغانان هم په ياده شې نېټه د مونشن په ښارکي د نښتر تاريخي مشاعره او ورسره جوخت د نارنج ګل دوديزه او تاريخي مشاعره نيسو ، پريږدی چي نښتر او نارنج ا و بل ته دورورۍ او يوالي غيږي ورکړي .
ستاسو راتګ به زموږ د رنګينو مشاعرو رنګنۍ لازياتي کړي - هرکله راشی .
نښتره لوړ اوسې سرلوړی له اسمانه ئې لوړ
له ټول جهانه ئې لوړ ، زما د غرونو
ته چي نڅا کوې ، تور غر او سپين غر دواړه ناڅي
زما پامير او هندوکش غاړه په غاړه ناڅي
کله به وي چي لر او بر افغانان واړه ناڅي
د پښتونخوا لوړه سمبوله ډير بې شانه ئې لوړ
له ټول جهانه ئې لوړ ، زما د غرونو
نارنج ګل
بېګا مي خوب کي د نارجو ګلان بيا وليدل
خولې ئې له تندي وچي کلکي دم په دم رژېدل
هلته د سپين غره له خولې سوي اسوېلي راوتل
پر سردرو او لوړو غرو مي وريدل بمونه
محمد امين بسمل
د ټيلفون شميره : ٠٠٤٩١٧٨٧٦١٢٧٠٧
پته :
Schwanthaler Str. 80
Munchen