د پېنوا د منلې انترنیتي خپرونې هڅاند چلوونکی ښاغلی خالد حیدري صاحب !
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ستاسو محترم اکا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي .لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي .
اساسا کله چې زموږ د فرهنګي همکارانو په کورونو کې د غم خبر خپور شي ، بې له شکه دهغوي هم مسلکان او ملګري هم ورسره غمحن کیږي او ښایي دا دې لپاره چې دا زموږ د ټولنې یوه تر ټولو زیارکښه ډله ده چې په غم او ښادۍ کې سره یو ځاي دي ..موږ د هر افغان او هر انسان په مړینه خواشیني کیږو ، او په تېره بیا ګران هادي صیب سره خو په دغه غم کې ځان شریک بولو .
موږ او زموږ ملګري د دغه پیغام له لارې تاسو ګران هادي صیب او ستاسو کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوو او د اروښاد متوفی لپاره د ښو جنتونو هیله کوو .
د ملګرتوب له پېرزوینو سره
د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه
محمد یوسف هېواددوست