حديث پېژندنه
حديث پېژندنه د مولوي سيدمحبوب شاه ساجد تاليف دئ، چي پر سپين کاغذاو ډبله وقايه، په کندهار کي د صداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ سوى دئ .
دا کتاب چي ٣٢٠ صفحې لري، موضوع ئې دحديثو پېژندنه ده . حديث چي ديني مذهبي ، تاريخي ، ټولنيز او اخلاقي اهميت لري نو لازمه ده، چي په پښتو ژبه کي ئې دپېژندني لپاره کره او موثق معلومات ولرو.
کتاب معياري او د درسي ميتود مطابق ليکل سوي دئ، چي دهيواد په ټولو پوهنتنونو کي دديني مضامينو د محصلينو لپاره يو ښه همکار کېداى سي. ليکوال د کتاب په ليکلو کي زيار ايستلى دئ، چي کتاب په ډېره ساده او روانه ژبه وليکي او د کتاب په ليکلو کي ئې د ډېرو معتبرو مراجعو او ماخذونو څخه استفاده کړې ده.
پښتو متلونه :
پښتو متلونه د محمد دين ژواک اثر دئ، چي لومړى پلا په ١٣٣٤لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سو او دوهمه پلا د نورو زياتونو سره په ١٣٤٤ لمريز کال کي بيا د يادي ټولني له خوا سوى دئ او د ا دئ اوس د درېيمي پلا له پاره د صداقت خپرندويه ټولني له خوا بيا چاپ سوى دئ.
د ږيري مسئله:
د ږيري پرېښوول د اسلام د اساسي شعايرو څخه ده او هم د يو مسلمان لپاره ئې پرېښودل واجب ده،ځکه چي يو مسلمان حتماً بايد د رسول الله (ص) په مينه اومحبت سمبال وي ، لکه څرنګه چي رسول الله (ص) فرمايي:
"په تاسي کي څوک تر هغو پوري کامل مؤمن نه سي کېداى تر څو، چي زه ورته تر مور ، پلار او ټولو خلکو محبوب نه سم".
نو که چيري يو مسلمان د رسول الله (ص) پر شکل او صورت باندي ځان جوړ نه کړي، نو هغه محبت نه دئ، بلکي د هغه په ايمان کي به نقص وي ، دا چي په زياتو خلکو کي بېخي دا احساس نه وو، نو ددغه موضوع د روښانه کولو په موخه مو د مولانا محمد يوسف شهيد په اردو ژبه کي يو کوچنۍ رساله لاس ته راوړه. خو دا چي په اردو ژبه ليکل سوې وه، نو د دې رسالې د ارزښت د درلودلو په موخه ، مولوي امير محمد طيب و پښتو ژبي ته و ژباړله ، چي دا دئ اوس دصداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ او بازار ته راو وتله.