مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-06-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د معنوي مرستي غوښتنه!

ملګری

بست کلتوري او ښوونیزه موسسه د افغانستان د سرحدونو؛ قومونو او قبایلو چارو د وزارت په همکارۍ ؛ دکابل په زړه کي د درو هغو لېسو دپاره چي د ناامنویاسرحدي پښتنوسیمو زدکوونکي پکښي دزدکړو تر څنګ استوګنه کوي ؛ کتبابتونونه جوړوي،

د رحمان بابا، خوشال خان الف او خوشال خان ب درو لېسو د کتابتونونو دپاره په ترتیب سره زر-زر کتابونه چي په مجموع کي درې زره کتابونه کیږي د سرحدونو د وزارت لخوا ورکول کیږي.

څنګه چي په یادو درو لېسو کي تر څلورو زرو زیات ، له کورونو لیري،  بې وسه، ممتاز او پښتانه زدکوونکي زدکړي او استوګنه کوي نو په مجموع کي درې زره یا د هرې لېسې دپاره زر کتابونه بسنه نه کوي ، په دې توګه بست کلتوري او ښوونیزه موسسه پر هر بااحساسه افغان ( هغه که لیکوال وي،  که د ټولني مشر، که شتمن ، که سوداګر او ... ) پ درنښت ږغ کوي چي د هیواد او پښتنو ددغي راتلونکي ستري سرمایې دپاره تر خپله وسه قرباني ورکړي، د یوه کتاب څخه نېولې بیاتر هر څومره چي یې امکان وي جاریه ثوابونه وګټي.

د همکارۍ او معلوماتو دپاره آدرسونه:

دتلیفون شمېره: ۰۰۹۳۷۸۶۶۴۱۶۴۱ 

د برېښنالیک پته: Boost.ASA@gmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery