مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ژباړه: ویټامینو نه او دهغو دنده

محمدسرور وکیلي

ویټامین (A) (Vitamin A) په لاندي شیانو کي موجود دي:
لکه: دهګۍ ژړ، په شنو او ژړو سابو کي، ګازري، اینه، «اَمّ» اودکب په غوړو کي سته.
په لاندي مواردو کي مثبته آغېزه لري:
لکه: شَوّکُوري، ضعیفه لیده، ګرمکه یا ځوانکه او دزړتیا دټوپلو پر ضد مرسته کوي.
متوسطه ورځنی اړتیا ودغه ویټامین ته:
ښځو ته د ورځي ۰،۸ مليګرامه، هغه ښځو ته چي خپل ماشو ته تی ورکوي ۱،۵ مليګرامه، نارینوو ته ۱،۰ ملیګرام اړتیا لیدل کېږي.
 ÙˆÛŒØªØ§Ù…ین (B1) (Vitamin B1) په لاندي توکو Ú©ÙŠ شته دي:
لکه: په کچالوو کي، اینه، سبوڼی یاخمیره،شيدې، په سبوس لرونکو توکو کي موجود دي.
په لاندني مواردو کي دغه ویټامین ښه آغېـزه لري:
د بدن وده ښه کوي، د اعصابو دنده سمه وي، ذهني اوفکر توان لوړه وي، د شامیاتو مصرف منظمه وي.
 Ù…توسطه ورځنې اړتیا:
ښځوته د ورځي ۱،۰ ملیګرام، نارینوو ته د ورځي ۱،۲ ملیګرامه اړتیا سته.
ویتامین (C) (Vitamin C) په لاندو توکو کي شته دي:
لکه: په توتانو کي، په شنو سابو کي، کچالوو کي، کیوي کي، لیموو کي، په کَرمّ کي، په اینه کي، غټ مرچک (دولمه) کي، شتون لري،
 Ù¾Ù‡ لاندنیو مواردو Ú©ÙŠ ÚšÙ‡ آغېزمن دي:
دفاعي سستم د بدن لوړه وي، په بدن کي نسجونه قوي کوي، د «خَوږّ» وجوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټیټه وي.
 Ù…توسطه ورځنې اړتیا:
لویانو ته د ورځي ۱۰۰ ملیګرامه او شیدې ورکونکو ښځو ته ۱۵۰ ملیګرامه ته اړتیا سته.
ویټامین (D) (Vitamin D) په کښته توکو کي شتون لري:
لکه: دهګۍ په ژړکي، په مایانو کي، په ایني کي، دکب په غوړوکي، دشيدو په محصولاتو کي، شتون لري.
 Ù¾Ù‡ لاندني مواردو Ú©ÙŠ یې اغېزه ډېره ÚšÙ‡ ده:
لکه: قوي کول د هډوکو، دغاښوقوي کېده، په بدن کي د کلسیومو (Calcium) دجوړښت سره مرسته کول. د ویټامین (Vitamin A)اغېزه په بدن کي پیاوړې کوي.
 Ù…توسطه ورځنې اړتیا:
لویانو او ماشومانو ته د ورځي ۵ میو ګرامه (µg)، زړو ته ۱۰ میوګرامه اړتیا لیدل کېږي.
 ÙˆÛŒÙ¼Ø§Ù…ین (E) (Vitamin E) په کښته شیانو Ú©ÙŠ شتون لري:
پاڼي لرونکي سابوو کي، هګیوکي،په ایني کي، په نباتي کوچوکي، دغنمو په غوړوکي او په نورو نباتي غوړو کي شتون لري .
 Ù„اندنۍ مثبتي آغېزي لري:
لکه: دبدن دپوټکي زړتیا کراره وي یاني عمر یې ډېره وي، اودغسي د نور بدن دغړو زړتیا کراره وي، د ژر ستړیا مخنیوی کوي، دپونډیو دغړو د شخېدو مخنیوی کوي.
 Ù…توسطه ورځنی اړتیا:
ښځي ۱۲ ملیګرامه په ورځ کي، مورچي تی ورکوي ۱۷ ملیګرامه، نارینه ۱۵ ملیګرامه ته اړتیا لري .
 ÙˆÛŒØªØ§Ù…ین (H) (Vitamin H) په لاندي توکو Ú©ÙŠ شتون لري:
په ګل کرم کي، په اینه کي، د زویا په اوړو کي.
لا ند ني مثبت اثرات لري:
دپوټکي، نوکانو، وېښتیانو لپاره ښه دي او د وېښتیا دژر سپېنېدو څخه مخ نیوی کوي.
متوسطه ورځنی اړتیا:
د ۳۰- ۶۰ میوګرامه (µg) پوري اړتیا سته.
ویتامین (K) (Vitamin K) په لاندو شیانو کي موجود دي:
په ګل کرم کي، هګیو کي، په شنه کرم کي، په ایني کي، په پالکو کي، په مستو کي شتون لري.
 Ø§ÙˆØ³ یې لا ند ني مثبت اثرات ګورو:
دبدن د داخلي خون رېزۍ مخ نوی کوي، بواسیر رالږه وي، په رګو کي د وینو د بندښت مخ نیوی کوي.
 Ù…توسه ورځنی اړتیا:
یو میوګرام دیوه کیلوګرام دبدن د وزن په اندازه مصرف کېږي (µg/kg).
دا حتمی کار نه دی، چي څوک دي په ځانګړې توګه وېټامین رانسي او ودي خوري، بلکه دغه ټول وټامینونه په سابه وو کي، په مېوو کي، د شیدو په محصولاتو کي، دکب په غوښو کي شتون لري. کېداسي چي سړی خپل خواړه د دغو ویټامینو له مخي عیار کړي او وې خوري. د یو ډول خوراک سره باید احتیاط وسي.

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery