مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد ډاکټر اسدالله ستانکزي دکورنۍ سره د غمشريکۍ پــيـــغــــام

پوهنوال ډاکترنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

بسم الله الرحمن الرحیم


سحرگه وه د نرگس لیمه لانده                                څاڅکي څاڅکي یې له سترگو څڅېده
ما وې څه دي ښکلیه گله ولې ژاړې                    ده وې ژوند مې دی یوه خوله خندېده
                                                                                                                                                        (نازوانا )
چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل
داسـی مړ ( شوې ) چې ته خاندی خلک ژاړي
دمئ میاشتي په لسمه نیټه  مي  دلراوبرپه ویبپا ڼه کي  د یوه نومیالي  زړه ور او  ویاړلي ملي شخصیت ارواښاد ډاکټر اسدالله ، د مړینې خبر ولوست . د زړه مي درب درب سو ؛ ټول بدن مې په لړزه شواوخولې راباندې ماتې شوي .حافظه مې دلاسه ورکړه .داځکه چې په متن کي د ډاکټر اسدالله ستانکزي د نوم په ليدلو مي باور نه راتلو. که څه هم داغمجن خبرسترګولیدلوخوحافظي ورسره نه منله .  سمدلاسه مې نوروویبپاڼولکه ددعوت ویبپاڼه اودبینواویبپاڼې ته ورمخ شو.  خبر تاييد سو چې ارواښاد  په ناڅاپۍ توګه  د اوتريش په مرکز وين (ويانا) ښار کې  ددې فاني نړۍڅخه  سترګې پټې کړې .
انالله و اناالله راجعون ‏
زما باور نه راځي چي هغه د دنګي وني ، اوږدو،توروځلانده څڼو او موسکا څخه ډکي څېرې خاوند دي مړ سوئ وي . نه، هغه به تل ژوندی وي . داځکه چې که څه هم  دارواښادپه شان دعلمي شخصیتونود مړيني بد خبرموږټول  ځوروي ، کورنۍ او دوستان يې ژړوي او د وير پر ټغر يې کښېنوي مګر په حقيقت کي داسي شخصيتونه د تل لپاره زموږ په زړونو کي ژوندي دي .
د ارواښاد، دناڅاپۍمړينې خبر ترټولوماځکه دومره ډیرځوروي چې دیوې خوا مې د ارواښاد سره یوځای د وین په ښارکې لکه دوروڼوپه شان مینه ناک ژوندتیرکړی دی  اوبلخوادپښتوژبې  د پرمختګ په تړاوتل په یوه همغږي فکرسره وو  . همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم چې دخدای بښلي  په یادڅوکرښې ولیکم : دارواښادپه هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ساینس پوه په توګه ځینې خاطرې دلته یادې کړم :
ارواښاد،دافغان ولس یووتلی طبي ډاکټر، فرهنګي شخصیت  ،د پښتو ژبې تکړه خدمتګار ،   اوپه وطن او خپلواكۍ  مین ملي شخصيت وو.  دارواښادمړینه  نه یواځې دافغان ولس او د نړۍ ټولو پښتنولپاره بلکې په خاص توګه  دافغان طبي ډاکټرانواوساینسپوهانولپاره  نا جبرانيدونکې ضايعه ده .
ارواښادپه یوه شریفه،روشنفکره او دینداره کورنۍ کې  زېږېدلی دی اوزه هغه اومحترمه کورنۍ يې دکوچنيوالي څخه پيژنم  . داځکه چې دکابل ښارپه بې بې مهروناحیه کې زموږدکورنۍسره ګاونډیان وو. هغه مهال چې زه دویانا په ښارکې وم نودلوی الله ج رضاوه چې  یوځل بیا دمهاجرت په دوره کې سره مخامخ شوو. دارواښادهغه ستره مینه چې دپښتوژبې دپرمختګ په هکله یې درلوده په ماباندې ډیره اغیزه وکړه . ترکومه ځایه چې زماپه فکرکې پاتې دي نو د ارواښادپيژندنه  په لاندې ډول څرګندولای شم . 
۱- ارواښاد ډاکټر اسدالله  تل د ولس په  چوپړ کي وواودخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیدل اوپخپله یې هم  عملي ګامونه اخیستل   . دشعارورکولوپلوی نه وه . دبیلګې په توګه ارواښاد په افغانستان کې  دکان اوتیلوداستخراج  په موخه دسلواک هیواد مرسته اورضایت دشخصي اړیکوپراساس  ترلاسه کړ .
۲-  ارواښاد که څه هم په خپل طبي مسلک کې ډیربخت وه خوسره دهغې به يې هم  په ډیرو فرهنګي غونډو کې ګډون کولو . خدای بښلی نه یوازې په خپله  ډاکټرۍڅانګه کې ژوره پوهه ترلاسه کړې وه بلکې په څنګ کې يې سیاسي مبارزه هم دژوندیوه برخه  کرځولې  وه . په کلتوري اوفرهنګي غونډوکې یې  تل فعاله برخه اخیستله اویابه یې پخپله  جوړولې .
۳-  داسلام بنسټیزآرونوپه عملي کولوکې یې دمشرانو احترام کولواوپه کشرانویې مهرباني کوله .
۴- په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ وه ،  خوراننګیالی ،سپین زړه ،خوښ طبیعته  اوصادق افغان وو، زړه سون اوسوله غوښتونکی وو، دملي  روحی  پالونکی وه ، دپښتوژبې ادب لیوال وه
۵- ملي ګټو ته ژمن شخصيت و،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ځلې کولې .   دبیلګې په توګه دافغان ولس کلتوري ټولنې په هڅه د ويانا په ښوونځيو کې د پښتو ژبې او ادبياتو د زده کړې پيل دارواښادیوه غټه لاس ته رواوړنه په ګوته کولای شو.
۶- میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی  اودډګرسړی وو. سپینې خبرې به  یې کولې .خودسیاسي بحث په وخت کې به دخپل هدف څخه  چاته نه تیریدلو ،چې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .
لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي :
 كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ
ژباړه :  هر نفس د مرګ څکونکئ دى.
 دپورتني آیت شریف سره په تړاوکې دیوې خوادرب العالمین  امر منو، خودبلې خو ا دارواښادیوه ډیرمینه وال ملګري په صفت، دهغه نه شتون مابې حده ځوروي . داځکه چې  ارواښادپه ډیره تنکۍ ځواني کې دستانکزي کورنۍ اودسلطانزي کورنۍ څخه پاني نړۍ ته ولاړ.
میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه                                     
 يویادوه پکې افلاطون یا سکندرشي
  (ارواښاد ګل پاچا الفت )
زړه مې ډير څه غواړي چې د هغه د ژوند ليک  اوپښتوژبې ته دخدمت   په تړاووليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی .
دخپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب د ارواښادشریفې کورنۍ ،دوستانو،اشنایانو اوهمکارانوته وړاندې کوم . د خدای بښلي د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه سترې او درنې کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دهغه نه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .
 په پای کې دسلطانزي ټوله کورنۍ ددې درانه غم او ستریِ ضايعې په مناسبت د ارواښاد معززیِ کورنۍ ، خپلوانو او بېشمېره ملګرو او دوستانو ته دلوى الله  پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه  ‏دجميل صبر اوارواښاد ته دفردوس جنت  غوښتنه کوي‎.‎
امين يارب العالمين
روح دې يې ښاد وي
‏(په درنښت )‏
دجرمني هیواد :
نیټه : دمئ میاشتې دوولسم ۲۰۱۲ز کال
دسلطانزي کورنۍ په استازیتوب
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery