مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بیخوبۍ ستونزه او پنځلس ګټوری مشوری

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

پدی وروستیو کلونو کی په ځانګړی ډول د پرمختللو هیوادونو په شتمنو ټولنو کی ټولنیزو اړیکو داسی بدلون موندلی چی هلته د معنوی ارزښتونو پله ترلویه بریده سپکه شویده او ورسره سم یو لړ روانی ستونزی را زیږیدلی چی ورځ تر بلی پراختیا مومی . یوه له دی ډول ستونزو څخه هم بیخوبی ده چی د ټولنی بیلابیل قشرونه یی له ګریوانه نیولی دی .
    د ډنمارک هیواد د Aarhus په ښار Ú©ÛŒ د کوفوئیل ښوونځۍ  Kofoeds Skole پنامه یوه موسسه ده Ú†ÛŒ د بیلابیلو ستونزو لرونکو کسانو سره د کار موندلو او د کار دپاره د اماده کولو په موخه مرسته Ú©ÙˆÛŒ . دغه موسسه یو مهالنۍ براشور هم خپروی Ú†ÛŒ د « زده کوونکی پاڼه Elevblade  » نومیږی . د نوموړی براشور د Û²Û°Û±Û² کال د جون په Ú«Ú¼Ù‡ Ú©ÛŒ دهغو کسانو دپاره Ú†ÛŒ د بیخوبۍ سره په جګړه Ú©ÛŒ شکیل دی ØŒ دمرستی په موخه څومشوری نشر شوی Ú†ÛŒ د لوستونکو د پاره ګټوری بریښی ځکه یی نو پښتو بڼه په لاندی کرښو Ú©ÛŒ وړاندی کوم :

1.د ورځی په اوږدو کی فزیکی فعالیت د انسان په بدن کی د ستړیا لامل ګرځی او د استراحت د پاره اړتیا منځته راولی . دا کار بیا بدن دی ته یی اړ باسی چی د شپی پر وخت ارام ویده شی ، ځکه نو باید تر وسه وسه د ورځی لخوا فزیکی بوختیا و لټوله شی . که داسی نه نو پکار ده د شپی له خوب نه یو ساعت وړاندی په ازاده هوا کی د څه وخت دپاره چکر او پیاده تګ تر سره شی .

2.د شپی له خوب نه مخکی یو ګرم شاور اخیستل هم د ارامتیا لامل ګرځی چی داکار بیا دویده کیدو سره مرسته کوی .

3. ØªØ± وسه وسه پکار ده Ú†ÛŒ د شپی د خوب نه مخکی د سخت او درانه فزیکی او همدارنګه د هیجانی هڅونکو کارونو څخه Ú‰Ú‰Ù‡ وشی ځکه Ú†ÛŒ دا کار خوب تښتوی . ددی Ø´ÛŒ په خلاف په زړه پوری سکسی فعالیت ( جنسی مقاربت ) روحی ارامونکی اغیز ښندی Ú†ÛŒ دا بیا پخپله د ارام خوب سره ډیره مرسته Ú©ÙˆÛŒ .

4. Ù¾Ù‡ کارده Ú†ÛŒ د خوب د خونی هوا تازه او د Û±Û¶ – Û±Û¸ درجو پوری مناسب تودوخۍ ولری . Ú©Ù‡ د خوب خونه له دی نه ډیره سړه او یا ډیره ګرمه ÙˆÛŒ ØŒ دخوب دپاره مناسبه هوا نده او اکثره کسان پداسی هوا Ú©ÛŒ خوب نه ÙˆÚ“ÛŒ .

5. Ø¯ شپی له مخی باید هیڅکله هم قهوه ØŒ چای یا کولا ونه Ú†ÚšÙ„ Ø´ÛŒ داځکه Ú†ÛŒ ټول کافیئن Caffeine لرونکی مایعات هیجان راوړونکی او پارونکی اغیز لری . داسی خواږه توکی Ù„Ú©Ù‡ شوکلات هم پدی ډله موادو Ú©ÛŒ راځی .

6. Ù¾Ù‡ ډیره  ÙˆÚ–ÛŒ یا ډیره Ù…Ú“Ù‡ ګیډه بستر ته تګ پکار ندی . بستر ته د تګ له وخت نه تر درو ساعتونو مخکی پوری باید د خوراک نه Ú‰Ú‰Ù‡ وشی داځکه Ú†ÛŒ Ú‰Ú©Ù‡ ګیډه د شپی خوب نا اراموی او بیخوبۍ ته لمن وهی .

7. Ø¯ الکولو څخه د خوب راوړونکی درمل په توګه باید Ú‰Ú‰Ù‡ وشی . الکول سړی ژر ویدوی مګر تر هغه وخته Ú†ÛŒ الکول په وینو Ú©ÛŒ ÙˆÛŒ ØŒ رښتینی ژور خوب تر فشار لاندی راځی ØŒ یوازی سربیرنه بڼه اخلی او وخت په وخت سړی ویښیږی . پدی توګه د خوب کیفیت ټیټ او راتلونکی ورځ دستړیا احساس کیږی .

8. Ø¯ بیخوبۍ څخه ځانګړی ډار پکار ندی ØŒ دا ډیره غیرنورمال خبره نده Ú†ÛŒ د یوی مودی دپاره خوب خراب ÙˆÛŒ . په ټولیز ډول سړی له هغه نه زیات ویدیږی Ú†ÛŒ دی فکر Ú©ÙˆÛŒ .

9. Ø¯ کار پرابلمونه د ځانه سر بستر مه راوړی . په بستر هغه Ú…Ù‡ مه لوله Ú†ÛŒ د ورځنی کار سره اړه لری او استراحت دی تر خپل اغیز لاندی راولی . د خوب بستر ته تر راتلو  نه  مخکی داسی Ú…Ù‡ مه لوله Ú†ÛŒ هغه دکار سره تړاو ولری او یا د فکر کولو اړتیا رامنځته Ú©ÙˆÛŒ ØŒ ددی پرځای ÚšÙ‡ داده Ú†ÛŒ پدی وخت Ú©ÛŒ استراحت وشی ØŒ یو په زړه پوری کتاب ولوستل Ø´ÛŒ ØŒ موزیک وارویدل Ø´ÛŒ او یا دی ته ورته په یوه Ø´ÛŒ لګیا Ø´ÛŒ .

10.  د خوب بستر ته باید سړی یوازی هغه وخت ولاړ Ø´ÛŒ Ú†ÛŒ خوب ورغلی ÙˆÛŒ او اړتیا یی لمس کیږی . دا کار باید دخوبجن حالت په وړاندی یو غبرګون ÙˆÛŒ Ú†ÛŒ سړی په بستر Ú©ÛŒ وغځیږی او خوب ته ور لاهو Ø´ÛŒ . پدی توګه باید بستر یوازی د خوب او سکس د پاره ځانګړی شوی ÙˆÛŒ  او یوازی پدغه موخه Ùˆ کارول Ø´ÛŒ .

11. Ú©Ù„Ù‡ Ú†ÛŒ په بستر Ú©ÛŒ لټ پر لټ اوړی او خوب نه درځی ØŒ ÚšÙ‡ داده Ú†ÛŒ د بستر نه سړی پاڅی او بستر خوشی Ú©Ú“ÛŒ . ددی تشویش سره په بستر Ú©ÛŒ پروت پاته کیدل Ú†ÛŒ ولی خوب نه راځی ØŒ دا پخپله د بیخوبۍ لامل ګرځی . ډیری کسان شته Ú†ÛŒ دبستر څخه یی د پاڅیدو او ویښ پاته کیدو دلاری پر بیخوبۍ باندی برۍ ترلاسه کړیدی .

12. Ø¯ انسان مغز پخپل ځان Ú©ÛŒ یو داخلی ساعت لری Ú†ÛŒ روزمره نژدی په هرو Û²Ûµ ساعتونو Ú©ÛŒ کله Ú†ÛŒ سړی له خوبه پاڅیږی ØŒ د صفر څخه پیل کیږی . ځکه نو پکار ده هره ورځ پر ټاکلی وخت بیله ددی خبری په پام Ú©ÛŒ نیولو سره Ú†ÛŒ څومره زیات یا Ú©Ù… ویده شوی یو ØŒ له خوبه پاڅو . دا موضوع د رخصتیو په ورځو Ú©ÛŒ هم باید په پام Ú©ÛŒ ونیول Ø´ÛŒ یانی ÚšÙ‡ دا Ú†ÛŒ پر ټاکلی وخت له خوبه پاڅی .

13. Ù‡ØºÙ‡ Ú…ÙˆÚ© Ú†ÛŒ دشپی لخوا دبیخوبۍ ستونزه لری ØŒ باید هیڅکله هم د ورځی لخوا ویده نشی . Ú©Ù‡ د بیلګی په توګه د چا د خوب اړتیا په ټولیز ډول په Û²Û´ ساعتونو Ú©ÛŒ Û¶ ساعته ÙˆÛŒ او Û² ساعته غرمه ویده Ø´ÛŒ نو شپی ته یوازی Û´ ساعته د خوب استحقاق پاته کیږی Ú†ÛŒ دا ډیر Ù„Ú– دی او نوره ټوله شپه به مجبور ÙˆÛŒ بیخوبه لټ پرلت واوړی .

14. Ø¯ خوب د درملو څخه باید په منظم ډول مرسته وا نه خیستل Ø´ÛŒ . د خوب د ځینو درملو اغیز  ان په راتلونکی ورځ Ú©ÛŒ هم پاته ÙˆÛŒ او ډیری ډولونه یی د عادت نیولو لامل ګرځی Ú†ÛŒ اعتیاد منځته راولی . د خوب ځینی تابلیتونه شته Ú†ÛŒ کیدلای Ø´ÛŒ کله ناکله ( نه هر شپه ) وخوړل Ø´ÛŒ ØŒ دا کار دبیخوبۍ په وړاندی مرسته Ú©ÙˆÛŒ .

15. Ø§Ù† د یوی بیخوبه او ناارامی شپی وروسته هم پکار ده Ú†ÛŒ پر نورمال وخت له خوبه پورته او تر وسه وسه Ú©ÙˆÚšÚš وشی ټوله ورځ ویښ ياته Ø´ÛŒ کنه نو دا ریسک شته Ú†ÛŒ راتلونکی Û²Û´ ساعته به هم د بیخوبۍ سره لاس او ګریوان پاته Ø´ÛŒ .

 Ø¯ ژباړی پای
یادوونه : دا خو هغه څه وه چی له یاد شوی براشور نه پښتو ته و ژباړل شوه . لدی مشورو برسیره د لاندی ټکیو په پام کی نیول هم زما د خپلو شخصی تجربو له مخی پدی اړوند ډیره ګته لری :
1.د خوب په هیله په بستر کی تر پریوتو وروسته دکوم تکړه لیکوال د لنډو کیسو څخه یوه خوږه کیسه او یا هم د کوم غوره شاعر له دیوانه څو په زړه پوری شعرونه لوستل .
2.د ژوند د خوږو خاطرو څخه که عشقی وی یا ټوکه ایزه یوه په زړه پوری خاطره را یادول او د ځانګړو خوږو اړخونو په هکله یی فکر کول .
3.پر پاسته بالښت باندی د سر ایښودلو داسی مناسب حالت غوره کول چی دسر او غاړی هیڅ ځای تر فشار لاندی نه راولی .
4.د څراغ وژلو وروسته په پټو سترګو په غځیدلی حالت کی د څو اوږدو دقیقو دپاره ژور ژور تنفس کول .
5.او نوری ارویدلی تجربه شوی مشوری په پام کی نیول .
ـ لوستونکو ته هره شپه د ژور او ارام خوب په هیله !
     پای

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery