مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ ا‌ړتیا

محمد آصف (حبیبي)

په افغانۍ ټولنه کې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ ا‌ړتیا

 Ù…علوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ چې په انګلیسي ژبه کې ورته I.C.T (Information and Communication Technology ) وايي، یوه ډیره پراخه اصطلاح ده چې د نویو ټکنالوجیکي وسیلو نه په ګټې اخیستنې سره په Ú©Ù… وخت، Ú©Ù… قیمت او خوندي ډول سره د معلو ما تو راکړې ورکړې، خپرونې، ساتنې او اداره کولو په موخه پکار ÙˆÚ“Ù„ کیږي.
معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د ډیرو نویو ټکنالوجویو، تخنیکونو او علومو له یو ځای والی څخه رامنځ ته شوې، چې په مجموعي ډول سره کولای شي د یوې ټولنې او هیواد په هرې برخې Ù„Ú©Ù‡ دولت چلونې، اقتصاد، ښوونې او روزنې، عامې روغتیا او ډیرو نورو برخو کې پکار ویوړل شي. د بیلګي په تو Ú«Ù‡ له ټکنالوجۍ نه په ګټې اخیستنې سره کولای شو چې له  لرې څخه زدکړه (Distance-learning)ØŒ بریښنايي سوداګري(Electronics-Business)ØŒ بریښنایي دولت چلونه (Electronics-Government) او له لرې څخه د روغتیایې خدمتونو وړاندې کولو (Tele-Medicine) او داسې نورې آسانتیاوو ته لاس رسی پیدا Ú©Ú“Ùˆ. دغه ټکنالوجۍ له لرغوني تاریخ څخه برخمنه ده، د ټیلیفون او  راډیو له اختراع څخه پیل تر کمپیوټر او انټرنټ پورې او بیا په دغه نږدې راتلونکو وختونو کې آن دنړیوال کیدلو (Globalization) پر موضوع هم خبرې کوي، یاده ټکنالوجۍ له کمپیوټري، مخابراتي،  انټرنټي او خپرنیزو (راډیو او ټلویزیون) وسیلو څخه لاس ته راغلې، چې په ټولنه کې د انساني ژوند د پرمختګ په اړینو برخو کې پکار ÙˆÚ“Ù„ کیږي.
د يادې موضوع په ټولو برخو باندې په پوره ډول سره بحث یوه پراخه موضوع ده او نشو کولای چې په یو مقاله او یا یوه کتاب کې یې خلاصه کړو، خو ښه ګڼم تر څو په یو شمیر اړینو برخو یې په لنډ ډول سره بحث وکړم.
           د دولت چلونې په برخه کې: په دې نږدې وختونو کې ټول نړیوال Ù‡Ú…Ù‡ کوي تر Ú…Ùˆ د خپلو هیوادونو په رسمي او نا رسمي ادارو کې له کمپیوټري وسیلو او انټرنټ څخه ګټه پورته Ú©Ú“ÙŠØŒ تر Ú…Ùˆ د کار د اسانتیا تر Ú…Ù†Ú« د اداري فساد په له منځه وړلو کې هم را سره مرسته ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ په تخنیکي اصطلاح کې دغه ډول دولت چلونه د بریښنايي دولت چلونې (E-Government) په نامه یادیږي. نو بریښنایي دولت چلونه د دولتي چارو د پر مخبیولو هغه میکانیزم ده چې دولتونه له ټکنالوجۍ نه په ګټه اخیستنې سره وکړای شي خپلې ټولې چارې په ډیره آسانتیا، Ú©Ù… وخت او بې له کوم اداري فساد څخه تر سره Ú©Ú“ÙŠ. په افغانستان کې هم له Ú…Ùˆ کلونو څخه را پدیخوا د بریښنایي دولت د رامنځ ته کولو هڅې روانې دي، په زرګونو انټرنټي ویب پاڼې جوړې شوي، ډیری ادارې د خپلو چارو د ترسره کولو او د خپلو معلوماتو د خوندي ساتلو په موخه له ټکنالوجیکي وسیلو څخه ګټه پورته کوي، ځینې ادارې د کمپیوټري شبکو نه په ګټې اخیستنې یو له بل سره تړل شوي، په پوهنتونو کې هم د ټکنالوجۍ به بیلا بیلو برخو کې محصلین روزل کیږي او ډيری پوهنتونونه مو له نړۍ سره د انټرنټ په وسیله تړل شوي، په دا نږدې وختونو کې به الکټرونیکي تذکرې او پاسپورټونه ټولو افغانانو ته جوړ شي او Ú©Ù‡ خدای غوښتل افغانستان به په فضا کې سپوږمکۍ هم ولري. خو دا باید کافي ونه ګڼو، مونږ لا ډير کار ته اړتیا لرو، ډیر سخت زحمت باید وباسو تر Ú…Ùˆ د نړۍ له ډيرو هیوادونو څخه پرمختګ ÙˆÚ©Ú“Ùˆ او ډيرو نورو سره رقابت وساتو. 
زمونږ دولت د نړۍ د ځینو دولتونو په څیر په کلک اداري فساد تورن دی. دغه تور د بیلابیلو دلایلو په موجودیت سره لګول کیږي، یو له دغو دلایلو څخه چې زه پرې کلک معتقد یم هغه د پوره ټکنالوجیکۍ سیسټم نشتوالی ده.
پوښتنه دا ده چې، څرنګه کولای شو له خپل دولت څخه دا تور لرې کړو، خپل ګران هیواد د نړې د ځیونو هیوادونو په څير په پوره ټکنالوجۍ سمبال او په Ú…Ù†Ú« کې یې خپلې ټولې چارې په پوره دیانت او ایماندارې تر سره کړو؟  
زما په اند که چیرې زمونږ په ټولو دولتي ادارو کې ټول چارې د کمپیوټر او د کمپیوټري شبکو نه په ګټې اخیستنې سره ترسره شي، د هرې ادارې اړوند ټول کوچني ډيپارټمنټونه د کمپیوټري شبکو نه په ګټه اخیستنې سره ونښلول شي نو له یوه لورې څخه به کارونه په کم وخت، کم قیمت او ډير دقت سره ترسره کیږي او له بل لوري څخه به ادارې فساد د اوسنۍ کچې د له منځه وړلو په لور یو ستر ګام وبلل شي.
           د اقتصاد په برخه کې: په یوه هیواد کې سوداګریز او خدماتی شرکتونه، پانګه اچونکي ارګانونه او  تولیدي فابرېکې چې اقتصادي سرچینې Ú«Ú¼Ù„ کیږي یوه پلان شوي او په قوی مدیریت ولاړ سیسټم ته اړتیا لري، دغه اقتصادي سرچینې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د جامې په اغوستلو سره کولای شي په پوره پام مخ په وړاندې پل کیږدي. په افغانستان کې هم په اقتصادي دولتي او نا دولتي ادارو کې دغه ټکنالوجۍ په پوره کیفیت سره کارول کیږي تر Ú…Ùˆ په ادراو کې د حسابونو د پاکوالي، په Ú©Ù… وخت کې په Ú©Ù… مصرف سره د ډیرو کارونو ترسره کولو او د معلوماتو دخوندې ساتنې ګتې رامنځ ته کوي. د یادونې ÙˆÚ“ ده چې دغه ټکنالوجۍ نه یوازې د یوه هیواد د اقتصادي سرچینو چلونه (مدیریت) کوي، بلکه د یوه هیواد نه ختمیدونکې پانګه هم Ú«Ú¼Ù„ کیږي او تر ډیره ځایه په هغه هیواد کې اقتصادي واک په لاس کې لري، په نړۍ کې ډیر هیوادونه Ù„Ú©Ù‡ د امریکا متحده ایالات، جاپان، کوریا، چین او داسې نور  له دغې لارې څخه خپل اقتصاد ته وده ورکوي او هر کال په ملیاردونو ډالر ترلاسه کوي.
          د ښوونې او روزنې په برخه کې: انسانان له نورو مخلوقاتو سره ډیر توپیرونه لري، یو له هغو څخه دا دی چې کولای شي یو Ú…Ù‡ زده او بیا یې  نورو ته هم ور زده Ú©Ú“ÙŠØŒ د پیړویو په اوږدو کې ددغه کار د ترسره کولو په موخه له بیلابیلو لارو او وسیلو څخه ګټه اخیستل شوې، او تل Ù‡Ú…Ù‡ شوې تر Ú…Ùˆ له نویو لارو او نویو وسیلو څخه ګټه پورته Ú©Ú“ÙŠ دغه نوې لارې عبارت دي، له لرې څخه زده Ú©Ú“Ù‡ (Distance-learning)ØŒ د کمپیوټر پر مټ زده Ú©Ú“Ù‡ (Computer Based learning)ØŒ د انټرنټ پر مټ زده Ú©Ú“Ù‡ (Internet Based learning) او داسې نورې هم یادولی شو،  او نوې وسیلې عبارت دي له، راډیو، ټلویزیون، کمپيوټر او انټرنټ. د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ یوه سپیڅلې هیله همدا وه ترڅو په ټولنه کې د ښوونې او روزنې په برخه کې پوره ونډه ولري، او انسان له دغې ټکنالوجۍ نه په ګټه اخیستنې سره په ډيره اسانتیا وکولای شي چې یو Ú…Ù‡ زده او بیا یې نورو ته هم ور زده Ú©Ú“ÙŠØŒ لاندې د ښوونې او روزنې په برخه کې له ټکنالوجۍ نه د ګټې اخیستنې یو Ú…Ùˆ بیلګې وړاندې کوم، ترڅو مطلب په ÚšÙ‡ توګه درته بیان Ú©Ú“Ù…: له راډیو او ټلویزیون څخه د ښوونیزو خپرونو خپرول، د کمپیوټر پر مټ د ښوونیزو  پروګرامونو چمتو کول او بیا له هغه نه په کمپیوټرایز ډول سره ګټه اخیستنه او انټرنټ کې په online ډول سره د ښوونیزو کورسونو او پروګرامونو پرانیستل له هغو بیلګو څخه Ú«Ú¼Ù„ کیږي چې له ټکنالوجیکي وسیلو او میټوډونو نه ګټه پورته کوي، نن په پرمختللیو هیوادونو کې زیات شمیر زده کوونکي او محصلین په کورونو کې ناست او له انټرنټ نه په ګټه اخیستنې سره د Ù†Ú“ÛŒ په ÚšÙˆ ÚšÙˆ کالجونو او پوهنتونو کۍ زده Ú©Ú“Ù‡ کوي، چې د زده کړې دغه نوې لارې ډیرې آسانتیاوې را منځ ته Ú©Ú“ÙŠØŒ په ځانګړي ډول سره په نړۍ کې د غریبو زده کوونکو او په اسلامي ټولنو کې د ښځینوو لپاره ډیره ګټوره تمامیږي.
د نورو هیوادونو په څير افغانستان هم اړتیا لري تر څو خپل اکاډمیک ارګانونه د نړۍ له پرمختللیو پوهنتونو او کالجونو سره وتړي، تر څو وکولای شي د یو بل له تجربو څخه ګټه پورته کړي، معلومات سره شریک کړي او ګډ کار سره وکړي. لا تر اوسه دا کلتور په افغانۍ ټولنه کې په پوره ډول سره نه ده پلې شوی، چې دغه کار یوازې او یوازې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ نه په ګټې اخیستنې سره کولای شو. ددې تر څنګ باید زمونږ هر هیوادوال ته دا زمینه هم برابر شي تر څو په وکولای شي د نړۍ په هر پوهنتون کې چې وغواړي له لرې څخه خپلې زده کړې څخه ترسره کړي.
        د عامې روغتیا په برخه کې: په طب کې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ کارونه ډاکټرانو ته دا آسانتیا برابروي تر Ú…Ùˆ رنځور په خپل کور کې له لرې څخه د انټرنټی او کمپیوټري شبکو په کارونې سره درملنه Ú©Ú“ÙŠØŒ د رنځور انځورنه،غږونه، د رنځورتیا نښې او نور پارمټرونه چې اړین Ú«Ú¼Ù„ کیږي تر لاسه او وروسته له هغه نه د رنځور رنځورتیا تشخیص او لازمه درملنه ورته هدایت Ú©Ú“ÙŠØŒ ځیني داسې روغتونونه هم شته چې  له رنځورکتنې څخه وروسته درمل د پوسټ له لارې څخه ورلیږي، چې پایله یې د وخت له ضایع کیدلو څخه مخنیوی، په خپل بستر کې د رنځور کتنه، له وړنې او را وړنې څخه یې مخنیوی او له اقتصادي پلوه هم ګټور تمامیږي. په طب کې له دغې ټکنالوجۍ  نه په ګټه اخیستنې سره رنځور کولای چې له لرې څخه د نړۍ په ÚšÙˆ ÚšÙˆ روغتونو کې له نوموتو ډاکټرانو سره د خپلې رنځورتیا په اړوند خبرې ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او لازمه درملنه تر لاسه Ú©Ú“ÙŠ.
لکه څرنګه چې افغانستان یو له مخ په ودې هیوادونو څخه ګڼل کیږي، او ډیری شمیر رنځوران یې په بهر کې په ځانګړی ډول سره په پاکستان او هندوستان کې درملنه کوي چې دغه کار ددغه هیواد د وګړو په اقتصادي حالت منفی اغیزه لري، لاتر اوسه د دغه هیواد په روغتونو کې له لرې څخه د درملنې آسانتیاوې نه دبرابرې شوي او اټکل کیږي چې په نږدې وختونو کي دا ډول آسانتیاوې هم رامنځ ته کړي ، چې د هیواد د عامې روغتیا په سکټور کې له دغې ټکنالوجۍ نه ګټه اخیستنه به د ډیرو ګټو زیري را تر غوږه کړي.
له یادو شویو برخو څخه پرته د انسانی ژوند په ډیرو نورو برخو Ú©ÙŠ هم له معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ نه ګټه پورته کیږي، تر Ú…Ùˆ انسانان وکولای شي خپلې ټولې چاري په Ú©Ù… وخت، کمې بیې اوپه لوړ کیفیت سره تر سره Ú©Ú“ÙŠ . په افغانستان کې د دغې ټکنالوجۍ پلي کول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دنده Ú«Ú¼Ù„ کیږي، چې ورځ په ورځ یاد وزارت د دې په Ù‡Ú…Ù‡ کې ده تر Ú…Ùˆ د هیواد ټولې سیمې له مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو څخه برخمنې Ú©Ú“ÙŠ. د بیلګې په توګه د افغانستان د نوري فایبر پروژه چې د هیواد ټول ولایتونه یو له بل سره تړی او له پای ته رسیدلو سره سم به یې د هیواد ګوټ ګوټ له انټرنټي او مخابراتي آسانتیاوو څخه برخمن او برسیره پردې به د یادو خدمتونو په بیو کې هم مثبت بدلون را منځ ته Ú©Ú“ÙŠØŒ د افغانستان په ټولو رسمي او نا رسمي ادارو کې د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه د (E-Government)  یا بریښنایي دولت چلونې پلې کول،  د هیواد ټولو ÙˆÚ«Ú“Ùˆ ته د بریښنایي تذکرو جوړونه او داسي نورې اړینې پروژې په پام کې لري، چې هره یوه یې په پوره بریالیتوب پر مخ وړاندې روانه ده. په هیواد کې د دغې ټکنالوجۍ د پلي کولو په موخه باید مسلکي کسان وروزل شي، تر Ú…Ùˆ افغانان په خپل لاس وکولای شي خپل هیواد آباد او د پرمختګ په لور یې روان Ú©Ú“ÙŠØŒ ددغه کار د تر سره کولو په موخه د مخابراتو وزارت په ۱۳۸۵لمریز کال کې په  هیواد کې د لومړي ځل لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د لوړو زده Ú©Ú“Ùˆ انسټیټوټ (I.C.T.I) بنسټ کیښود، ترڅو په دغه پوهنتون کې روزل کیدونکي ځوانان په راتلونکې کې د هیواد د ټکنالوجۍ برخې ته ریښتونی خدمت ÙˆÚ©Ú“ÙŠ.
نوټ:
ټولو ته معلومه ده چې د ټکنالوجۍ په برخه کې ډیری اصطلاحوې په انګلیسي ژبې دي تر ډيره ځایه مې Ú©ÙˆÚšÚš ÙˆÚ©Ú“ تر Ú…Ùˆ ځینې په پښتو واړوم تر Ú…Ùˆ مفهوم هم ولري، خو ځینې نورې داسې اصطلاحوې شتون لري په پښتو کې ورته اصطلاح نشته او Ú©Ù‡ وي نو مغهوم نه ارایه کوي. هیله ده چې بخښنه مې ومنۍ.  

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery