دخپریدو نیټه : 2012-11-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
داود اعظمي ته دپکتیا دوالي جمعه خان همدرد دمبارکی پیغام
روح الله سمون
د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د مبارکۍ پیغام
کله جی می دځوان ، تاند ، تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی داوود اعظمی د ځوان تکړه رهبر د جایزی په اړه واوریدل ، خدای شاهد دی خورا خوشحاله شوم
د داوود اعظمی له غږ سره یواځی زه نه بکله ټول افغانان پوره بلد تیا لری ، د بی بی سی راډو د ټولو تکړه او زیار کښو کارکوونکو ترڅنګ داوود اعظمی هغه ځوان دی چی د بی بی سی راډیو په اوریدونکو کی یی ریاتوالۍ راوستۍ دی
زمونږ ټولو ځوانانو ته که زمینه مساعده شی هر یوبه هڅه وکړی ترڅو ستری لاسته راوړنی راوړی او هیواد ته د ویاړ شمله وګرځی
په اروپا کی د پینځه سوه میلیونو وګړو ترمنځ هغه هم یو افغان له څلویښت کلونو ټیټ مشرتابه غورچاڼ کی د یو افغان بریا د ځوان مستعد په توګه څه آسانه خبره نه ده
زه په سر کی ښاغلی اعظمی ، د اعظمی له اړه دده کورنۍ ، د بی بی سی ټولی اداری او کارکوونکو ، دده ملګرو او ټولو هیواد والو ته د زړه له کومی مبارکی وایم
خدای دی ده ته اوږد ژوند ورکړی ترڅو د افغانانو او افغانستان نوم په ټوله نړۍ کی وځلوی
په خورا درنښت