مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-09   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كندهار: بهرنيو سرتيرو يو تن وواژه او درې يې ټپيان كړل

د بينوا اداره
په كندهار كې بهرنيو سرتيرو په ترافيكي پېښه كې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړول. پېښه نن سهار نهه بجې د كندهار ښار د خواجك بابا په سيمه كې هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې د بهرنيو سرتيرو د كاروان فوځي موټر د ملكي وګړو زرنج موټر سيكل ووهه . د كندهار د ترافيكو مدير سمونوال محمدالله خان وايې چې په پېښه كې درې تنه ټپيان سوي دي او يو تن وژل سوى دى چې ټول ځوانان دي . د محمدالله خان په خبره ، پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې بهرني فوځي موټر غوښتل له زرنج موټرسيكل څخه مخي ته سي ، د ترافيكو مدير وايې چې په پېښه كې بهرني سرتيري پړه دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery