مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خبرتيا . عبدالمالک مستانه تښتوونکو يه شهادت ورساوه

عبدالسلام سیرت


پــه خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چي دپښتوژبي تکړه اوهڅاند شاعر  (عبدالمالک مستانه ) دتيرزيارت په شپه  په جنوبي  پښتونخواکوټه کي دځينو بې رحمو کسانو له خوالومړی وتښتول شو اوبيا په شهادت  ورسېد .
انالله و انا الیه راجعون !
نوموړی په ۱۳۵۳ش هجري کي دترين کوټ ولايت  ،چارچينو ، ولسوالۍ دحاجي ميرولي خان  په کور کي ځېږيدلی وو.
چي اوس له ډيري مودې راپه دېخواد کوټي په ښارکي دخپلي کورنۍ سره اوسېدی .
عبدالمالک مستانه  ، دنثر ترڅنګ  په پښتو شعر کي هم ښه لاس درلود، چي په دغه لړکي يې ( مستانه دعشق جهان يم )  شعري ټولګه په ۲۰۰۹ ع   کي  په کوټه  کي چاپ شوې وه .
او دوه نور کتابونه يې چاپ ته چمتو وو.
دارواښاد مستانه  يو شعر :

خوار ملت مي بيا ځوکليـــږي  ، ټـــول يې وينــي
اه ، پــــه ويـــنو کـــي لمبــيــږي ، ټــول يـې وينــي

دبـــلا غــونـــــدي تـــيــارې راځــــي بــــدشکــلـــه
درڼــــاډېــــوې مــــړه کــيـــږي ، ټـــول يــــې وينــي

ورځ  پــــه غــــم کـــي ، شـــپــه پــه هجــرتيرومـــه
ژونـــــد دټــــولـــوبــــربــاديــږي ، ټـــول يې وينـي

هــروګــــړی مــونــن بـيـــا لاس اوګـــريـــــوان دی
ورور دورور په مرګ خوښيږي ، ټول يې ويني

زمــوږ دخــټــوکــورګـــی وران دی لاورانــيـږی
بــنــګلـــې د دوی جـــوړيــږي ، ټــول يــې ويـنــي

وچـــي نــه شولـــې زُمــــا دســـترګـــواوښــکـــي
يـار دمرګ کــنـــدي تـــه لويـږي، ټول يې ويني

زمـــالا هـغـــه پخـــوانـــی پـــر هـــرجـــوړنــــه وو
دوی وبـــل جنګ تــــه پاڅيږي ، ټول يـې ويني

نــــه ديـــار نـــه درويـــبـــار درک مـــعـــلـــوم دی
بـــې اميــــده ورځ تــيـــريـــږي، ټــول يـې وينـي

تــورمـــاښام دی  مســتانــــه  دقــــــام غمخـوره
پرپښتون مي زړه خــوږ يـــږي، ټــول يې ويني

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery