مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د تي د شيدو(مورشيدي) ګټي د ماشوم او مورلپاره :-

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي)
١- د زياتو غذايي موادو لرونکي دي .
٢- په اساني سره هضم او جذب کيږي .
٣- پروټين ، کاربوهايدريت او شحم په کافي تناسب لري .
٤- په زياته اندازه لکتوز لري په خاص ډول بيتالکتوز.
٥- يوتعداد مهم عناصر ( ايوډين ، مس ، جس ،او اوسپنه) لري .
٦- د اوسپني د جذب قابليت يي نسبت د غوا شيدو ته پنځه چنده زيات دي .
٧- هغه ماشوم چي د موردشيدوپواسطه تغذي شوي وي ډيرکم د اوسپني ، کلسيم او فاسفورس په کمبود اخته کيږي .
٨- د هاضمي راوړونکو انزايمو لکه ( امايليزاولايپيز)لرونکي دي.
٩- دلږوخت دپاره په معده کي پاته کيږي .
١٠- د عصبي نمو دپاره يو مهم فکتور(  Taurine ) لرونکي دي .
١١- د معافيت د زياتيدو سبب  Ú©ÙŠÚ–ÙŠ .
١٢- د ايمونوګلوبولين اي ( Ig A) لرونکي دي Ú†ÙŠ د انتان او الرژي په مقابل Ú©ÙŠ مجادله کوي ØŒ په کمه اندازه ( (IgM,IgG ØŒ لمفوسايت بي ØŒ ټي ØŒ ګرانولوسيټ او فاګوسايټونه لري .Ú†ÛŒ د مختلفو انتاناتو ( شری ،کولرا،فلج،معدی او کلمو امراض او   (E.coli څخه د جلوګیری سبب کیږی .
١٣- د ( Lacto ferine )  لرونکي دي Ú†ÙŠ دانتان (E.coli)د بکټريا د نشودنماضد تاثیر لري .
۱۴-ماشوم د تنفسی ، هاضمی سیسټم او د ويني په سرطاني ناروغیو کم مصاب کیږی.
Û±Ûµ - ماشوم په لمړی کال Ú©ÛŒ د منځنی غوږپه التهاب  ډیر Ú©Ù… مصاب کیږی او همدا ډول د سینه بغل او مینینژپه واقعاتو Ú©ÛŒ هم کمبود لیدل کیږی.
١۶- د سټافيلوکوکس ضد خاصيت لري .
١۷- د حرارت درجه يي مناسبه ده .
١۸- د ماشوم د غټيدو سره د شيدو مقدار هم ډيريږي .
١۹- اقتصادي ، پاکي او هوسا دي .
۲۰- د مور او ماشوم تر منځ د ميني د زياتيدو سبب ګرځي .
Û²Û± -  مورته فقط د ÛµÛ°Û° اضافه کالوری ضرورت شته تر Ú…Ùˆ ماشوم ته شيدي برابري Ú©Ú“ÙŠ.
٢٢-د ماشوم ذکاوت زياتوي .
٢٣- د غاښونو مشکلات کموي .
٢٤- د (Leptin) پنوم ماده لري Ú†ÙŠ د اشتها او چاغوالي په تنظيم Ú©ÙŠ رول لري Ú†ÙŠ راتلونکي Ú©ÙŠ د چاغوالي  خطرونه کموي .
٢٥- د شکري د ناروغي د کميدو سبب کيږي .
۲٦- د مورشيدي خپله د مور لپاره هم ګټي لري .
Ù¢Ù§- د شيدو ورکول ماشوم ته د رحم  د تقلص سبب ګرځي .
٢٨- ميندي ډير Ú©Ù… د تي په سرطان ( Breast cancer )  اخته Ú©ÙŠÚ–ÙŠ .
٢٩-د ولادت نه وروسته د خونريزي د کمښت سبب ګرځي .
٣٠ – د ولادت يا د ماشوم د پيدايښت  نه وروسته مورکي د(Depression) يا خفګان د کميدو سبب Ú©ÙŠÚ–ÙŠ .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery