مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-06   مخپرونکئ : 127 - دبېنوا لیکوال - کندهار

د انسان د بدن هډوکي Human bones (دريمه برخه)

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )
ميخانيکي خاصيت :د هډوکي ابتدايي نسج چي د عظمي نسج پنوم ياديږي په نسبي ډول سخت او سپک وزن لرونکي موادو څخه ترکيب شوي دي .چي زياته برخه يي کلسيم فاسفيټ تشکيلوي .همدغه د هډوکي نسج دي چي هډوکي ته سختوالي وربخښي .ددوي لوړترين طاقت د فشردګي د170MPa(1800kgf/cm2) په اندازه دي .او د کشش طاقت يي د 104-124MPa او ډير کم د Shear stress توان يي د 51.6MPa څخه عبارت دي .يعني هډوکي د فشاريا پوري وهلو په مقابل کي په ښه ډول مقاومت کوي. ولي د کشش او تاويدني په مقابل کي کم مقاومت ښيي . کله چي هډوکي په ابتدايي مرحله کي د ماتيدني وي نو د پام وړاندازه د الاستيکيت لرونکي وي .چي کولاجن په کمه اندازه مرسته ورسره کوي .ټول هډوکي کي مړه او ژوندي حجرات په يو منرال لرونکي عضوي Matrix کي موجود دي کوم چي د هډوکي نسج جوړوي . د هډوکي جوړښت : Compact (cortical) bone: سخت ترينه طبقه د هډوکي خارجي طبقه ده چي د Compact bone د نسج څخه ترکيب شوي ده. دوي په کمه اندازه خاليګاوي لري. Trabecular(cancellous or spongy)bone :د هډوکي د کتلي ٢٠% جوړوي .په Compact هډوکي کي وينه د هډوکي پواسطه احاطه شوي ولي په Trabecular شکل کي هډوکي د ويني پواسطه احاطه شوي دي . د هډوکي په جوړښته کي مختلف حجرات برخه لري . اوسټيو بلاسټ حجرات :د يوي هستي لرونکي حجراتو څخه عبارت دي چي د اوسټيوپروجينيتور حجراتو څخه په وجود راځي دوي د هډوکي په سطحه باندي قرار لري .چي يو پروتيني مغلق جوړوي چي د osteoid پنوم ياديږي چي وروسته هغه منرلايز کيږي او هډوکي تشکل کوي .Osteoblast يو هورمون هم جوړوي چي د پروسټاګلانډين پنوم ياديږي چي پخپله په هډوکي عمل کوي .دوي په قوي شکل سره د الکلين فاسفيټ پنوم انزايم توليدوي .کوم چي د هډوکي په منرلايز کيدو کي ونډه لري.او هم د Matrix proteins کي رول لري .اوسټيوبلاسټ د هډوکو اومه حجرات دي .چي د هډوکي په Matrix کي په اوسټيوسايټ باندي بدليږي کوم چي پاخه حجرات دي . اوسټيوبلاسټ حجرات ابتدايي غيرفعاله حجرات دي چي د هډوکي ټوله سطحه پوښي او همدارنګه د يوي مانعي په حيث د بعضي ايونونوکارکوي . اوسټيوسايټ د اوسټيوبلاسټ څخه منشه اخلي .کوم چي د هډوکي د Matrix پواسطه چاپيرشوي وي .ددوي تر منځ کومه فاصله چي وجود لري د Lacunae پنوم ياديږي .اوسټيوسايټ د هډوکو په جوړښت ،د Matrix په څارنه ،او د کلسيم په Homeostasis کي برخه لري.همدا ډول دوي د ميخانيکي حسي اخذو په ډول هم وظيفه تر سره کوي .چي د هډوکوجواب د stress او ميخانيکي وزن په مقابل کي کنټرولوي .دوي د هډوکي پاخه حجرات دي . اوسټيوکلاسټ حجرات د هډوکي په جذب کښي رول لري .په دي ډول د هډوکي د ماتيدو سبب کيږي .نوي هډوکي بيا تشکيل کيږي د اوسټيوبلاسټ پواسطه باندي .اوسټيو کلاسټ حجرات اوږدي وي .د زياتي هستو لرونکو وي چي د هډوکي په سطحه قرار لري ماليکولي ساختمان : Matrix: د هډوکي زياته برخه تشکيلوي .دوي عضوي او غيرعضوي برخي لري .هډوکي د همدغي برخي د سختيدو نه رامنځ ته کيږي چي د حجراتو د ايساريدو سبب کيږي .وروسته دغه ايسار شوي حجرات د اوسټيوبلاست څخه په اوسټيوسايټ باندي بدليږي. غيرعضوي برخه :د هډوکي غيرعضوي ترکيب د کاربن لرونکي هايدرو اوکسي اپيټايټ اود کم مقدار کرستل سره تشکيل شوي . Matrix په شروع کي د غيرمنرالايز شوي اوسټوييډ په شکل وي .په دي منرالايز کيدني کي اوسټيوبلاسټ چي د افرازي ويزيکلونه چي الکلين فاسفيټ لري برخه لري. د فاسفيټ ګروپونه سوري کيږي او د فاسفيټ او کلسيم په رسوب کي عمل کوي .وروسته له هغه ويزيکلونه چاودنه کوي او د Crystal لپاره د يو مرکز په شکل وظيفه تر سره کوي تر څو نمو وکړي . عضوي برخه : عضوي برخه د لمړي شکل کولاجن څخه ترکيب شوي ده .چي د حجري په داخل کي د tropocollagen په شکل تر کيب کيږي او وروسته صادريږي .اود فيبريلونو جوړوي .همدارنګه مختلف اقسام د نمو د فکتورونو هم ددوي په ترکيب کي برخه اخلي .چي وظيفه يي تر اوسه نه ده معلومه .او هغه فکتورونه عبارت دي له :Glycosaminoglycans ،Osteocalcin ، Osteonectin ، Sialoprotien او Osteopontin . يواځني فرق د Matrix او نورو حجراتو دادي چي Matrix د هډوکي سخت ترينه طبقه ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery