مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتيکا : ډاکتران دنري رنځ تشخيص او درملنه مهم ګڼي

همت راحل

 

 

 Ø¯Ù¾Ú©ØªÙŠÚ©Ø§ ولایت دمرکز ښرني دنري رنځ ياتوبرکلوز دڅانګي مسؤلين وايې چې Ú©Ù‡ په ياده ناروغۍ اخته ناروغان په خپل وخت درملنه او تداوي تشخص او درملنه ونه شي دمرګ سبب Ú©ÙŠÚ–ÙŠ
 Ù†Ø±ÛŒ رنځ چې د سل او توبرکلوز په نومونو هم يادېږي، يوه مزمنه انتاني ناروغي ده چې د ميکوباکټېريام ټوبرکلوسېز په مېکروب تر اخته کېدو وروسته دا ناروغي پېښېږي.
د نري رنځ په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي هم ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم تولاړي غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وګړي په ناروغۍ اخته کوي
 Ø¯Ù¾Ú©ØªÙŠÚ©Ø§ ولايت دمرکز ښرني دروغتون دنري رنځ يا توبرکلوز دسانګي يوتن کار کوونکی حيران وايې چې اوس ددې ناروغۍ داخته کسانو درملنه او تداوي په اسانۍ سره تر سره Ú©ÙŠÚ–ÙŠ او ددې ناروغۍ درملنه او تشخيص مهم او اړين بولي نوموړي زياته Ú©Ú“Ù‡ چې هر هغه ټوخی چې له دوه هفتو څخه زيات شي بايد نيژدې روغتيايې کلينيک ته مراجع وشي او دناروغ بلغم دې معاينه شي تر Ú…Ùˆ دنري رنځ دناروغۍ تشخيص وشي Ú©Ù‡ په نري رنځ اخته وي چې ديادې ناروغۍ دډاکترانو له لوري ورته درمل ورکړل شي اوناروغ بايد دهغه کورنۍ دوه مياشتي په داسي ځای کې داستراحت او ارام لپاره وساتي تر Ú…Ùˆ نور خلک له دې څارې ناروغۍ په امن کې ساتل شوي وي د دې ناروغۍ عامې نښې اوږدمهاله ټوخی چې اکثراً په وينو Ú©Ú©Ú“ بلغم ورسره مل وي، تبه، د شپې خوله، او وزن بايلنه دي. د بدن د نورو غړو انتانيت بيا د Ú«Ú¼ شمېر Ù†ÚšÙˆ نښانو سره راڅرګندېږي.
هغه ديوې پوښتني په ځواب کې وويل چې دنري رنځ دمشکوکوپيښو راجستر په ۱۳۹۲ کال کې ۲۰۰۰ وه چې په ۱۳۹۲ کال کې دحمل دمياشتي له لومړی نيټي تر دې دمه يې شمير ۱۲۸ تنو ته رسيږي چې لا هم ياده پروسه مخ په وړانډي روانه ده هغه له تولو خلکو وغو ښتل چې ددې ناروغۍ علايم په کوم کس کې وليدل شي نو بايد ژر تر ژره يې نيژدې روعتيايې مرکز ته ددرملني په موخه يوسي
 Ø¯ÙŠØ§Ø¯ÙˆÙ†ÙŠ ÙˆÚ“ ده چې دپکتيکا ولايت دعامي روغتيا درياست مسؤلينو ويلي وو چې دمرکز ښرني په ګډون په ډيری روغتيايې مراکزو کې ديادې ناروغۍ درملنه او تشخص شونی او کيدونکې دی

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery