نيټه: ٧/٢/١٣٩۲ - ٢۷/۴/٢٠١۳
کابل - افغانستان
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو نومیالی پوځي مسلکی شخصيت جنرال محمد ذکريا خان ابوی د امریکاپه متحده ایالاتوکې د دي فاني نړي څخه د هميش لپاره سترګي پټي کړي.
ارواښاد جنرال محمد ذکريا خان ابوی يو پياوړي پوځي شخصيت ؤ چې د لوړو زده کړو خاوند او کلونه کلونه د ملی دفاع وزارت دستردرستیز قرارګا، دتوپچی قوا په بیلو بیلو څانګو کی او د تشکیلاتو د رئيس په توګه په ډېره سپيڅلتيا او صداقت دندی تر سره کړي او د۱۳۵۷کال دثور د اوومی نیټی د کودتاه په ورځ د هیواد پالنی په جرم بند ی اوڅه کم دوه کاله یی دڅرخی پله زندان ګاللی ؤ. پدی وروستيو دیرشو کلنوکی یی په امریکاکې د کډوالی ژوند شپي سبا کولي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د جنرال محمد ذکريا خان ابوی مړينه هېواد او ولس ته يو لویه ضايعه ګڼی او پدغه غمیزه کی د دوی دکورنی سره ځان شریک شمیری .
ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمۍ کورنی او د ابوی درانه لوی فامیل ته د جمیل صبر غو ښتونکی دی.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
د ټولني مشر