مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

۲۰۱۴ شل اوريز نړيوال جام: سويلي افريقا خپله ابتدايي لوبډله اعلان کړه

رحمت الله خان امرخېل

 

 

د سويلي افريقې کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۴ ای سي سي شل اوريز نړيوال جام لپاره خپله ابتدايي ۳۰ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

په دې دېرش کسيزه لوبډله کې په ټيسټ لوبو کې د نړۍ تر ټولو تېز توپ اچوونکی ورنن فلينډر هم د سويلي افريقا په ابتدايي نوملړ کې شتون لري.  

د يادونې وړ ده چې فيلنډر په ۲۰۰۷ ل کال کې په وروستي ځل د خپل هېواد په ګټه په شل اوريزو لوبو کې ګډون کړی وه، د فيلنډر په پنځه ورځنيو او يوې ورځنيو سياليو ته په کتو سويلي افريقا پرېکړه وکړه، چې يو ځل بيا په ۲۰۱۴ شل اويز نړيوال جام کې د فيلنډر له صلاحيتونو څخه ګټه پورته کړي.

فاف ډوپليسز د سويلي افريقا لخوا لوبډمشر اعلان شو

د سويلي افريقې په په ۳۰ کسيزه لوبډله کې فاف ډوپليسز لوبډلمشر، کايل ایبټ، هاشم آمله، فرحان بهاردین، هنری ډیوډز، کوينټنډی کوک، اې بي ډي ویلیئرز، جي پي ډومیني، ډین ایلگر، بیورن هینډرکس، عمران طاهر، کولن انگرام، روري کلېن ویلډت، ریان میکلارین، ډېوډ ملر، مورنې مورکل، کرس مورس، جسټن اونټانگ، ویان پارنل، روبن پیټرسن، ایرن فینگیسو، ورنن فلینډر، ریلی روسو، ډیل سټین، رسټی تھیرون، لونوابو ټسټوبې، واگن وان جرسوېلډ، ډین ویلاس، هردس ولجواين او ډیوډ شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې سويلي افريقا به خپله ۱۵ کسيزه لوبډله څو وروځې وروسته اعلان کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery