مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اینډیپینډینټ:آیا د 1914م کال( لومړۍ نړیواله جګــــړه) بیاپیښیږي

د نړیوال تاریخپوه( مارګریت مک میلان) لیکنه

ژباړونکی: دکتر نجیب الله بارکزی

ویبسایت " The Independent"

د خپریدو نیټه: 5 جنوری 2014

http://www.independent.co.uk/news/world/politics/is-it-1914-all-over-again-we-are-in-danger-of-repeating-the-mistakes-that-started-wwi-says-a-leading-historian-9039184.html

 موږ د د هغه خطا وتنی په لیکه کښی ولاړ یو چی د لمړی نړیوالی جګړی د پیل لامل شوه.

 

 

په بالکان کی د «ارکدوک فرانز فردیناند» په قتل سره، د یوی لویی جګړی اور بل شو. منځنی ختیځ اوس مهال ورته وضعیت لری، د « مارګریت مک میلان» استدلال.

 

تاریخ په پوره ډول هیڅکله نه تکراریږی، مګر داسی ویل شوی دی چی " ورته حادثی په کثرت سره واقع کیدای شی"

  اوس یو معتبر او دقدر وړ نړیواله تاریخپوه ادعا کوی چی " اوسنی نړی یو شمیر هغه ورته علایم ښکاره کوی چی کله د لمړی نړیوالی جګړی لامل وګرځیدل"

 

د شلمی پیړی په پیل کی، د ختیځی هنګری د امپراتوری څخه د « ارکدوک فرانز فردیناند» په قتل سره او په بالکان کی د جګړی دپیل څخه وروسته، د تازه میکانیزه شویو پوځی قوتونو پوسیله د جګړی په ډګر کی بی ساری وژنی وشوی (جګړه د جګړو د ختمولو لپاره).

 

پروفیسور«مارګریت مک میلان» د « کمبریج» د پوهنتون څخه استدلال کوی چی منځنی ختیځ اوس مهال د نړی تر ټولوبحرانی او ناکراره سیمه ده. د اټومی اسلحی یوه سیالی چی که چیری ایران وکولای شی د دغی اټومی اسلحی خاوند شی، نړی به د یو لوی ګواښ او خطر سره مخامخ شی، کولای شی د بالکان وضعیت ته ورته حالت را مینځ ته کړی‎( لمړی نړیواله جګړه) چی پوره یوه پیړی مخکی واقع شوی وه.   مګر داځل به یواځی د یوی سمارق(مرخیړی) ډوله وریځ په ښکاره کیدلوسره؟؟؟

«میک میلان» لیکی- "تاریخ په کامل ډول نه تکرایږی، مګر د منځنی ختیځ وضعیت د بالکان د یوی پیړی مخکی وضعیت ته ډیر ورته دی". "په منځنی ختیځ کی دغه موجوده په زهرو لړلی دملت پالنی مغلق کولای شی بهرنی قدرتونه او هیوادونه لکه د امریکی متحده ایالات، ترکیه، روسیه، او ایران را وپاروی ترڅو د خپلی ګټی د خوندی کولو او د خپلو شریکانو د دفاغ په خاطرپه سیمه کی هلی ځلی پیل کړی." 

 

«مک میلان» د یو شمیر نوری نښانی یادونه هم کوی چی کولای شی د منځنی ختیځ ننی وضعیت د یوی پیړی مخکی وضعیت د ورته والی ثبوت وی.

 ننی اسلامی تروریستان د یوی پیړی مخکی انقلابی کمونیستانو نقش لوبوی، چی د خپلی فلسفی ترنامه لاندی یی د ځنځیریزو قتلونو جواز یی ورکړی وه ترڅو وکولای شی په اصطلاح یوه بهتره نړی را مینځ ته کړی.

 په ۱۹۱۴م جرمنی د پوځی قوت په کارولوسره غوښتل ځان د وقت د نه ماتیدونکی زبرځواک( انګریز) په ځای د نړی ستر قدرت په حیث ثابته کړی، نن چین د چټک پیاوړی کیدونکی قدرت سره کیدای سی امریکی ته د یو ستر ګواښ نقش ولوبوی.

 

 هرکله چی قدرت د نړی د یو زبرځواک څخه بل یوه ته انتقالیږی، نړی په یو خطرناکه وضعیت کی واقع کیږی.  د ۱۹۲۰کال په پای کی، امریکا د انګریز د امپراتوری سره د یو جګړی تابیا (پلان) جوړ کړ چی په هغه کی امریکا د کانادا یوه برخه لاندی کړه چی کولای شول د یوی سراسری جګړی اور بل کړی، ځکه په دی وخت کی امریکا ځان د نړی د یواځنی زبرځواک په حیث تثبیت کړل.

 

پروفیسور « مک میلان» خپل په کتاب کی(جګړه د سولی د ختمولولپاره) چی تیر کال چاپ شوی دی، وایی" هغه د ملی پالنی ( ښی خوا پالنی) عواطف چی په ټوله نړی کی را میڼځ ته شوی وه، د لمړی نړیوالی جګړی د واقع کیدلو یو لوی لامل او فکتور وو"

«مک میلان» په مقاله کی لیکی " په چین او جاپان کی اوس اوس هماغه د هیواد پالنی او ملی پالنی عواطف د یو شمیرتر منازعی لاندی ټاپوګانو( جزایرو) پخاطر چی په چین کی «دیاوس» اوپه جاپان کی«سنکاکس» په نومونو مشهوره دی، بیا را ژوندی شوی دی. دا مسئله د دی لامل شوی ده چی چین د خپلو پوځی لګښتونو به زیاتوالی سره، یو د لوړ ظرفیت لرونکی سمندری قوت را مینځ ته کړی، دا به په خپل وار سره په سیمه کی د امریکاییانواستراتیژیو او ګټو ته به د خطر زنګ غږول وی " والستریت ژورنال په یو کره رپورټ کی لیکی چی امریکا عندالزوم د چین سره د یوی جګړی پوره چمتو والی لری"

 

 د امریکی متحده ایالاتونه د جاپان سره یوه دفاعی پیمان لری، چی په ښکاره توګه د « سنکاکس» ټاپوګانو مسئله هم پکښی شامله ده. د نوامبر په میاشت کی، کله چی چین د دغو ټاپوګانوپه چاپیره کی یو د هوایی ضد دفاعی سیستم یی نصب کړل، څو ورځی وروسته دوه امریکایی بی۵۲ جنګی الوتکو د دغو ټاپوګانو پر سر الوتنی ترسره کړی، او په حقیقت کی چین یی جګړی ته راوبلل.

پروفیسور « مک میلان» لیکی "کله چی د چین او د امریکی اوسنی اړیکی د جرمنی او انګریز د یو پیړی مخکی مناسباتو سره پرتله کړو، یو وسواس او دقت مینځ ته راوړی"

 

«مک میلان» همدا ډول په امریکی کی د چین د مخ په زیاتیدو پانګونی په وړاندی د متحده ایالاتو تشویش او د چینایانو شکایت چی امریکاییان دوی د دویم لاس ځواک په حیث په رسمیت پیژنی، هم اشاره کړی ده.

 

بله ورته والی چی اشاره ورته شوی ده، هغه داده چی د یوی اوږدمهالی سولی او سوکالی وروسته د یوی تمام عیاری نړیوالی جګړی ناشونی بلل دی "اوس لکه یو پیړی مخکی، د سولی مارش د نړیوال کیدلو په لور، په موږ کی د یوامن او تحفظ د احساس راپیدا کړی دی"

 

«مک میلان» وایی " د تیری پیړی ۱۹۱۴م کال څخه باید موږ هغو خطا ګانو ته متوجه کړی چی کولای شی یوه ماتیدونکی فضاْ را مینځ ته کړی، او باید د ناڅاپی حوادثو څخه غافل نه اوسو. اوس باید د تیری پیړی د ویروونکیو سبقونو څخه زده کړو.

 

د یوی اله ګولی ( بحران) څخه بلی اله ګولی ته  د اوضاع د خړپړولو پرځای، د خپلو رهبرانو څخه هیله کوم چی په دی هکله سوچ وکړی چی څرنګه په ګډ کار سره وتوانیږی یو نړیواله نظم او ثبات را ټینګ کړی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery