مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غوزان ترټولو خوندوره او ګټوره میوه ده

امرالله\"کامه وال\"

 

غوزان یا چهارمغز د وچو میوو له ډلی یوه خوندوره او ګټوره میوه ده .چی د بدن د روغتیا تر ځنګ دیری اقتصادی ګټی هم لری غوزان د نیمه استوایی سیمود سخت زړیو میوو په ډله کی د ځانګړی او لوړ اقتصادی ارزښت لرونکی میوو څخه شمیرل کیږی.

د غوزانو د اصلی ټابوبی په هکله علما مختلف نظر لری چی دلته هغه نظرونه چی دیر علما یی تایدوی یادونه کوو. دلته علما دوه ډلی شوی یو ډله علما د غوزانو اصلی ټاتوبی په هکله وایی چی غوزان د بالکان د غرونو لړیو په اوږدو کی پیدا شوی اوبله ډله یی د همالیا هندوکش د غرونو لړی په نښه کوی اغلب ګومان ددی منشا افغانستان ګنل کیږی یادونه کوی چی وروسته د انسانانو مهاجرتونو په پایله کی نورو سیمو ته خپاره شول چی اوس یی په چین ترکیه ، اوکراین ، ترکیه، افغانستاان ،امریکا،ایران ،رومانیا.یونان،باکستان،امریکا کی دیره ښه نتیجه ورکړی چی دی هیوادونو له ډلی امریکا د غوزانو د تولید له کبله دیر غنی هیواد دی.

زمونږ په هیواد افغانستان کی دډیرو پخوانیو پیړیو راپدیخوا خلک د غوزانو ونو سره بلدتیا لری ولی تر ډیره وخته پوری د دی ونو او ورڅخه ترلاسه کیدونکی میوی د ارزښت خخه ناخبره وو . و وخت په تیریدو د غوزانو په ارزښت وپوهیدل چی اوسمهال په هیواد کی د غوزانو د ونو برسیره د میوی څخه یی په مختلفو ځایونو کی ګټه اخستل کیږی .چی اوس د وچو میوو عمده محصولاتو څخه ګنل ګیږی.
د غوزانو هغه نوعه چی زمونړ په هیواد کی پیداکیږی دjuglans regia څخه عبارت دی چی دغی نوعی نوی زرغون شوی بوټی د ناروغیو په مقابل کی دیر مقاومت لری او هم کلک او سیریښناک لرګی درلودونکی دی . او همدارنګه د غوزانو زیات کښت او تولید له پلوه مشهوره ساحه یی ارزګان ولایت تشکیلوی.

دغوزانوغذايي اواقتصادي ارزښت:

دغوزانو ونو او میوو دواړرو څخه استفاده کیږی . دا چی د غوزانو لرګی کلک ،ښکلی ،سریښناک او د لږچاودیدو امکان لری او هم په اسانی سره برمه کیږی نو په همدی وجه په تزکاڼی کی ځانګړی اهمیت لری چی زیاتره د فرنیچر ،میزونو او د سینګار الماریو او د خوب تختونو په جورولو کی ورڅخه ګټه اخستل کیږی.

د غوزانو ونه دیره ښکلی او زړه راښکونکی بڼه لری په همدی خاطر په زیاتزه پارکونو کی د ښکلا د زیاتوالی په موخه کرل کیږی.

د غوزانو وسطی برخه یا مغز زیاتره هغه خلک تازه خوری چی د غوزانو ونی ورته نږدی وي خو د وچ مغز استعمال یی دیر زیات دی.اکثره خلک یی د چای سره خوری د کلچو جوړلو کی د خوند په غرض یی استعمالوی

 Ù¾Ù‡ هیواد Ú©ÛŒ د غوزانو په تولید Ú©ÛŒ د پام ÙˆÚ“ بدلون راغلی دی Ù„Ú– شمیر یی تازه غوزان او زیات شمیر یی ÙˆÚ† Ú†ÛŒ مختلف دولونه لری Ù„Ú©Ù‡(هراتی،کورک او کاغذی) نورو هیواد ته په ځانګړی دول اسیایی هیوادونو ته صادریږی. د ÙˆÚ†Ùˆ صادرات له دلی غوزان Ú†ÛŒ د هیواد اقتصادی سکتور په پیاورتیا Ú©ÛŒ یی مهم رول لوبولی Ú†ÛŒ هر کال د ÙˆÚ†Ùˆ میوو د صادراتو په نتیجه Ú©ÛŒ میلونونه افغانی عایدات دولت خزانی ته راځی.


د غوزانو طبعی ګټی :

غوزان عصبي او عضلاتي سيسټمونو ته قوت ورکوی .
غوزان د وینی لوړ فشار او د زړه ناروغیو لپازه ګتور دی د الالینولینګ اسید په درلودلو سره پوهان دا ماده د زړه له حملو په مخنیوي کې مهمه بولي ۲ دانی غوزان د زړه ناروغ لپاره دیر ګټور دی .
غوزان د کلسترولو په کمولوکی مهم رول لری او که هر ورځ وخوړل شی ممکن کولسترول له منځه یوسی.
د بواسيرو، او همدارنګه که څوک قبضیت څخه رنځ وړی نو غوزان ورته دیر موثر دی د قبضیت مریض دی د وچو انخرو سره یو ځای په ورځ كې د چاى خوړلو يوه كاشوغه د جوش اوبو سره وخورې.
د سترگوليدو حس، ورسره زیاتیږی او هم ويښتان ورسره قوی کیږی.
لازمی انرژی پوره کولو په موخه کوچنیانو ته دیر ګټور دی.
د جلدي امراضو د تداوى لپاره،لكه اگزما يعني پړسوب،زيړ زخم،وچوالى،لپاره د غوزانو ايشيدلو پاڼو څخه استفاده وكړی.
د غوزانو د ونې ايشيدلې پاڼې د كدوداني چينجي او د شكر مرض په لمنځه کی دیر موثر دی
 Ù†Ø±ÛŒ رنځ مریضانو لپاره دیر ګټور دی .
غوزان په سړیو کی د جنسی قوت زیاتوی
 ØºÙˆØ²Ø§Ù† په کوچنیانو او ښځو Ú©ÛŒ د وینی کموالی په له منځه وړلو Ú©ÛŒ دیر ګټور دی.
که د غوزان تازه پوستکی په غاښونو او یا وریو وموښل شی د غاښونو پاک کیدو ترڅنګ قوی کیږی.
د پورتنیو ګټو په اساس باید د غوزانو خوړلو کی افراط ونشی په ورځ کی باید د ۵ دانو څخه دیر ونه وخوړل ځکه د غوزانو زیات خوړل د بدن په صحت باندی ناوړه اغیزه کوی او هم د یادولو وړ ده هغه کسان چی د معدی تکلیف ولری او یا د دیر چاغښت څخه رنخ وړی باید د غوزنو د خوړلو څخه ډده وکړی.

غوزان دا لاندې مواد لري.

پروټين،غوړ،بوره، كلسيم،فاسفورس،اوسپنه،پتاشيم،سوډيم،مگنيزيم،مس او د B ويټامينونو كورنى سره په څنگ كې A.C.E ويټامينونه هم لري.همدارنگه امينو اسيدونه ، انټي اکسيډنټ چې په نورو بوټو كې كم پيدا كيږي چې د ناروغیو د مخنيوي لپاره ډير گټور دي په غوزانو كې په اسانى سره پيداكيدلى شي.

دپورته موضوع په برایرولو کی می د معتبرو او د اعتماد ه وړ منابعی څخه استفاده کړی تر څو ګران لوستونکی وکولای په دی باره دیر معلومات ترلاسه کړی .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery