مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-30   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د ټاکنو پر مهال د رسنيو څخه نامشروع ګټو د خبريالانو انديښني زياتي کړي دي .

کندهار : د ټاکنو پر مهال د رسنيو څخه نامشروع ګټو د خبريالانو انديښني زياتي کړي دي .


په کندهار کې خبريالان انديښنه لري چې د ولايتي شوراګانو او ولس مشرۍ د ټاکنو د کمپاين پر مهال به خبريالانو ته زيآتي ستونزي پيدا شي  .
خبريالانو نن د کندهار د والي د وياند د ستاين غونډي په مراسمو کې پر دولت ، د خبريالانو څخه د دفاع پر ټولنو او مدني بنسټونه باندي ږغ وکړ چې  دوی ته د پيښيدونکو ستونزو مخنيوی وکړي .
د۲۰۱۴ کال د پيله سره سم د هيواد د نورو سيمو تر څنګ په سويل کې هم  خبريالان د سختو تهديدونو سره مخ دي او د راتلونکو ټاکنو پر مهال د يو شمير کړيو د چلند څخه زياتي انديښني لري .
په کندهار کې خبريالانو د کندهار د والي د وياند په ستاين غونډه کې خپلي انديښني بيان او پر ټولو نهادونو يې ږغ وکړ چې خبريالانو   ته د پښييدونکو ستونزو  د مخنيوي دپاره لاس په کار شي .
په يوه مياشت کې د سويل د دريو خبريالانو د وهلو ډبولو او وژلو پيښي هغه دي چې کيدای شي خبريالان ځان سانسورولو ته اړ کړي .
دلته د نی د ساحوي دفتر  مشر عبدالسميع غيرتمل .  ، د خبريالانو د خونديتوب  کميټي  مشر او د شمشاد راډيو ټلويزيون خبريال احمد لودين  ، د کندهار پريس کلب  مشر سيدسرور اماني ، د بي بي سي راډيو خبريال مامون دراني ، د ازادۍ راډيو خبريال او د پريس کلب  مرستيال مشر محمدصادق رښتيني ، د يووالي راډيو خبريال عبدالبشير صالح ، د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند ، د ګرداب ورځپاڼي استازي صديق الله افغان او نورو ويناوالو  د يوې غونډي پر مهال ګواښ وکړ چې که ستونزي ورته زياتي شي کيدای شي  خبريالان د يو شمير خبرونو سره پريکون اعلان کړي .
هغوی د ټاکنو پر مهال د خبريالانو  پر بې پريټو ب او يووالي ټينګار وکړ .
ويناوالو وويل ، يو شمير کړۍ شته چې خبريالان په خپلو منځونو کې بې باوره کړي ، په خپلو ستونزو يې مصروف کړي څو په دې سره د حقيقونو او واقيعتونو راڅپړل بند او خلکو ته د دوی په اړه  يوازي مثبت معلومات ورکړل شي
خبريالانو  د کندهار د والي وياند جاويد فيصل هم وستايه چې د خپلي دندي پر مهال يې ورسره زياته همکاري کړې ده ، جاويد فيصل تيره ورځ د خپلي دندي څخه استغفا ورکړې ده او بل ځای په دنده ګمارل شوی دی .
فيصل هم په خپلو خبرو کې خبريالان يووالي ته راوبلل او زياته يې کړه  يو شمير کړۍ  د خبريالانو په منځ کې تفرقه پيدا کوي چې بايد خبريالان يې په وړاندي هوښيار اووسي .
جاويد فيصل ته برابر شوي ستاين ليکونه هم ورکړل شوه او نوموړي هم د خبريالانو څخه مننه وکړه چې د کاري دوري پر مهال په هر ډول حالاتو کې ورسره همکاره او حوصله مند پآتي شوي دي .
سويل د هيواد د ټولو سيمو په پرتله خبرسازه سيمه ده چې کار ورپکښي ډير دی ، د خبريالانو د وژني او تهديد وروستې پښي په هلمند کې د نوراحمد نوري وژنه او په کندهار کې د يوه خصوصي ټلويزيون د خبريال ويس ارين سره د پوليسو ناوړه چلند دی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery