مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

که کبان نه خورئ ګلپی وخوره !


امرالله \"کامه وال \"

ګلپی او ددی کورنی نباتات چی د ژمی په موسم کی پیداکیږی د انسانانو روغتیا لپاره دیره ګټوره سبزی ده چی په مشرقي کی د ګلپیانو د کښت له مخی ننګرهاراو کنړ ولایتونه دیر مشهور دی. علماو د ګلپی اصلی منشا دمدیترانی شمال شرقی سیمی په نښه کړی چی بیا له دغه ځایه د نړی نورو هیوادونو ته د دغه نبات کرکیله غځیدلی ده چی اوسهمال ګلپیانو څخه اکثره خلک په مختلف ډول استفاده کوی لکه د اچارو، سوپ په جوړلو او همدارنګه یو شمیریی د کتغ په غرض پخوی دخامو ګلپیانو خوړل نسبت پاخه شوی ګلپیانوته دیره ګټه لری اوسنیو څیړنو ثابته کړی ده چی ګلپی او ددی کورنی نباتات د انیدول3-کاربینول، سولفورافان او گلوکوزینولات مادو په درلودو سره د سینی سرطان او همدارنګه یو شمیر نور سرطانونه چی په ښځو کی پیداکیږی په مخنیوی کی دیر موثر دی که څوک د زړه د ناروغي څخه رنځ وړی نو ګلپي Allicinماده لری او د زړه حملی کچه راټیټوی ګلپی اومګا ۳ چی عموماّ په کبانو کی دغه ماده دیره موندل کیږی په ګلپیانو کی هم شتون لری چی په بدن کی د مرضونو د پیداکیدو مخنیوی کوی ګلپی دیر وزن لرونکو کسانو لپاره د وزن په کمولو کی مرسته کوی نو ورته پکار ده چی د خوړو په ورځینی مهالویش کی دغه سبزی باید اضافه کړی همدارنګه اوسنی تجربو داهم ثابته کړی چی ګلپی د حافظی په قوی کولو کی هډوکو دجوړنو ددرد ، اود قبض ورکولوکی کی مرسته کوی ګلپی د بدن ورځینی اړتیا وړ ویټامینونه لکه د B کورنی ویټآمینونه او A ، Cویټامینونه او د ضرورت وړ کاربوهایدریت او منرالونه پوره کوي . د ګلپیانو دطبعی ګټو ترڅنګه هغه کسانو ته مضر دی چی د بډوډو تیږی ولری او هغی د شدت څخه رنځ وړی .ګلپی زیات خرابیدونکې یا فاسدیدونکې سبزي ده او د ډیر وخت لپاره نشۍ ساتل کیدي نو پکار چی په کور کی ګلپیان باید په یخچال او یا یخ ځای کی د ۳ څخه تر ۴ ورځو زیات ونه ساتل شی او پوخ شوی گلپی هم باید د یوی ورځی زیات ونه ساتل شی ګلپی باید د هغه سبزیجاتو او میوو سره يو ځای ونه ساتل شی لکه مڼې، کیلې، خټکې یا رومیان ځکه دوی د ایتایلین ګاز تولیدوي چی په پایله کی ګلپی خرابیږی د ګلپی اخستلو وخت کی باید پاملرنه وشی چی بی رنګه،ژیړ او تور شوی نه وی او د کوچنی ګلانو لرونکی ګلپی لرونکی نه اوسی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery