مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار کي له سیلابه دیو فوټبال لوبډلي ژغورنه


 له هغي نه وروسته چې په کندهار کې د واورو او بارن اورښـت زور واخيست ور سره سم د کندهار زيات ښاريان طبعي سيمو ته د ميلو لپاره مخه وکړه چې په دي ترڅ کې د بارانونو د سيلابونو له امله يوه ډله ځوانان په ريګ کې د لوى سيند شاته پاتي سول.
 دغه پنځلس کسيزه ډله په کندهار کې د عينو د فوټبال لوبډلي وه چې ريګ ته د لوبي کولو په موخه تللي وه او بيا پري سيلاب راغلى او پاتي سول.
 دغه پنځلس کسيزه ډلي په يخ، واوره او باران کې تر شنه اسمان لاندي شپه تېره کړي په داسې حال کې چې د کندهار اړونده چارواکو ته يې په بيا بياټليفونونه کړي خو بيا هم څوک يې مرستي ته ور نه غلل.
 دغه ځوانان د کندهار د ډنډ ولسوالي په يوې ميله ځاى ابراهيم خليفه بابا کې پاتي سوي وه چې وروسته د کندهار د نړيوال هوايې ځواک له لوري ژغورل سوي.
 د عينو لوبډلي يو شمېر لوبغاړي وايې چي شپه يې په سختي سره تېره کړې او که نور وخت پر تېر سوى واى نو د زياتو ستونزو سره به مخ سوي واى.
 ((موږ دلته د ميلي او فوټبال کولو لپاره راغلو باران اوريدى خپلي لوبي مو په ريګ کې پيل کړي کله چې مو غوښتل ددي ميله ځاى څخه کورونو ته ستانه سو د ډورۍ سيند د باران د سيلابونو له امله ډک سوى وو نو موږ په دي ريګ کې پاتي سو او شپه مو په ډېره سختۍ سره تېره کړه، ځينو چارواکو ته مو ټليفونونه وکړل خو کومه ګټه يې ونه رسول.))
 په کندهار کي د نړيوالو هوايې ځواکونو قوماندان جنرال عبدالرازق شيرزى وايې چي دوى د ژمي په موسم کي تيار دي څو سيلاب ځپلي کسان وژغوري.هغه وايې چې ددي ژغورل سويو له ډلي يو هم د عينو فوټبال لوبډلي د پنځلس تنو لوبغاړو ژغورنه ده.
 د شيرزي په خبره چي دوي په دې موسم کي د ملکي خدمتونو لپاره دوې هيلکوپتري ځانګړي کړي چي په جنوب لويديځه حوزه کي به په عاجلو وختونو کي تري کار اخلي.
 ((موږ ددي لپاره چې په سهيلي حوزه کې وګړي د سيلابونو له امله زيان ويني دوي چورلکي مو ځانګړي کړي دي او له دي څخه مو هدف دادى چې خلک د مرګ نه وژغورو دغه لوبډله يې د بېلګي په ډول يادولاى سو.))
 په کندهار کې د هوايې ځواک منسوبين زياتوي چې د تېري يوي مياشتي را په دي خوا يې څلور ځله سيلاب ځپلي له مرګ نه ژغورلي دي او دوى به په راتلونکي کې لا هم د خپلو د خدمت لپاره چمتوالى ولري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery