مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-26   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستی فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمبارکی پيغام

وطنداران مسلمان ومتدين! حلول عیدسعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعا مينمایم . سپېڅلواوپتمنو هيوادوالوو! په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب ،تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيو ته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کوم . تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د لوي اوبې نيازڅښتن له دربار نه د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم . رب العالمين دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت قبول او دهمدې الاهی طاعت اوعبادت په برکت ددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي ولس سوله اوثبات په نصيب کړي . الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتی ورځو او دروژې دمباره کی مياشتي عباداتو په برکت زموږ مظلوم ولس ته ددې زورونکی اوزړه بوږنوونکی حالت نه دتل لپاره نجات ورکړي. سپېڅلو،متدینو او پتمنو هيوادوالو! موږ پدې پوهېږو چې زماږ په هيوادکي اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي دنوکاليواونکرېځودخوښيو اوخندا دکي خبري کېدلې ،له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت دغم پر لمڅي ناست او اخترترينه هيردی . دپاکستاني چارواکو اوايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنودبربنډو لاسوهنوپر بنياد دطالب اونورووسله والومنفورواوقاتلو ډلوپوسيله ددې په نوم چې افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانو سرونوپرېکولوجهاد دی .دبېگناه انسانانودقاتلانو او وژونکو پر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي ،هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې گاونډو روزل سوو لخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم اوپه شهادت رسېږې ،پدې يوه اونۍ کښي ئي خوست ،اوغورددله ايزو وژنوروشانه بېلگه ده .دادهمدوي کړنې دي چې زموږ ولس اخترونه نلري اوخوښيوددوي له کور اوکهول نه گډه کړې خوپر لوی څښتن باندي په توکل سره پردې ډاډه يوچې يوه ورځ به زموږ دهيواد والوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام ،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل بهرنی بادار راتلونکې ويني ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک سی . متاسفانه پرخپل ځاي پاته د نامنلودولتي چارواکوپه شتون اودبلي خوا په کور دننه کښي دملي گټوپرخلاف دپرديوپه گټه اولمسون ،سياسي سيالی اوښکرپه ښکر کېدلو په پايله کښي به زموږ هيواد اوهيوادوال يوځل بيا ديوې لويي ملي غميزي اوناخوالي سره لاس او گرېوان وي. دافغانستان په اوسنيوشرايطواونامعلوم سياسي بهير په درشل کي زموږ ولس دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهير دکورينو چارواکواونړوالي ټولنې سرگردان سياست له امله له مختلفوچلنجونو، گډوډيو،گواښونواو نا اميديو سره مخامخ دی . موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ، نېکمرغه اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو . خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک او سوکاله افغان په توگه ،چي پر خپلو پښو ولاړ او دنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي څښتن سی . دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي . موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي . امین یارب العالمین په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب . حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery