مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل:دکرکټ ۱۵ ورځنی ټورنمینټ پای ته ورسیدی.

 

 

یاد ټورنمینټ دزابل دکرکټ امریت ترچتر لاندی جوړ سوی چی پدی ټورنمینټ کی شپږ لوبډلو ګډون

کړی وه چی هری لوبډلی دری چانس درلود .

یادی لوبی چی په قلات ښارکی کی دهواشناسی دکرکټ پرلوبغالی ترسره کیدلی موخه یی دزابل دتکړه

لوبډلو پرمختګ اودنشه یی توکی له منځه  وړل وه .دا لوبی ۲۰ اوریځی وی .

دزابل دکرکټ امرمحبوب محبت درسنیو سره په خبرو کی وویل چی دالوبی دزابل دکرکټ امریت ترچترلاندی

اودیوفعال ځوان شاولی خان په مالی لګښت جوړی سوی وی چی دسعادت لوبډلی لومړی مقام او سپین غرلوبډلی

دوهم مقام ترلاسه کړ.

نوموړی محبت وویل چی دافغانستان کرکت بورد او ولایتی اداره له دوی سره باید لا زیاتی مرستی وکړی

ترڅوپه زابل کی کرکټ نور هم پرمتخګ وکړی

همدارنګه نوموړی وویل چی دټورنمینټ په پای کی دلوبغاړو لپاره ځانګړی تحفی اومقامونه هم ورکړل سول

 هیره دی نه وی چی په تیروڅلورو میاشتوکی دزابل په کرکټ کی زیات پرمختګ سوی  چی زابلی ځوانانو

نیشه  یی توکو ته شا او ورزش ته یی مخه کړی ده .  

محبوب حکیمی :زابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery