مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-29   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

خبرتيا اوبلنليک

غمخور
دروند اومنلی ليکوال او فرهنگپال! په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې په ابتکار ،دافغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې ، دسويډن دفرهنگی اوټولنيزوسازمانو ،مدنی ټولنو اودولتی اړونده فرهنگی ادارو لخوادروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه په افغانستان کښي دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهنوال محمد رسول باوري ،زموږ دهيواد پېژندل سوی اوپياوړی ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي ، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بې سي راډيوه پېژندل سوې اوهڅانده ژورناليسته اوليکوالي اغلي نجيبې ليمې دعلمی اومسلکی هڅو،لاسته راوړنو اوزيار ددرناوی اوهڅونې په وياړ نړيوال علمی او ادبی کنفرانس جوړېړي . په اروپاکې مېشتو افغانانو ،فرهنگیانو ،علمی او ادبی شخصيتونو،اوفرهنگی ټولنو،ته دزړه له کومې بلنه ورکول کېږي چې زموږ سره په هغه علمی اوادبی غونډه کي برخه واخلي کوم چي دافغانستان دپياوړي ليکوالو ،علمی اومسلکی شخصيتونو په وياړ دسويډن دمالمو په ښارکي جوړېږي . دټولوعلمي شخصيتونو،فرهنگيانو،ليکوالواوشاعرانوڅخه چي نسي کولاي په غونډه کي گډون وکړی هيله کوو ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې موږته راولېږي اوپدې ډول پدې درنه غونډه کي زموږ سره يوځاي فعال گډون ولرئ . موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بيا له هغو ټولنو څخه چي غواړي خپل پيغام په غونډه کي ولولی هيله منديو زموږسره دبرېښناليک پوسيله دپيغام په رالېږلو تماس ونيسي .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دپيغام داورېدولوامکانات برابرکړو،کنه ددې درنې غونډې په وياړ دټولواسنادوپه ټولگه کښي به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځاي چاپ سي . هغودوستانوته چي دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليري هيوادونه مالموته تشريف راوړي غوښتنه لروچي دخپل سفردپيل اوختم په اړوند موږ ته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي چي په کومه ورځ اوپر څوبجو چيرته رارسېږي ،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښي له هرډول سرگردانی نه خلاص وي . دکنفرانس دکار رسمی پيل داگست پر ۳۰ دورځې يوه بجه . پته : دکروکسبيک ښوونځۍ (( Kroksbäcksskolan )) دکنفرانسونوپه تالار . په غونډه کي دگډون لپاره دمالمود ښار اړونده ارگانومشرتابه همدا ډول دنوروهيوادوفرهنگی ټولنواستازو ته بلنه ورکړه سوې چي په ورين تند ئې منلې ده . درانه هيوادوال کولاي سي خپلې ليکنې اوپيغامونه پدې برېښنا پته موږ ته راولېږي : ghamkhor@hotmail.com يا ghamkhor@gmail.com د کنفرانس پروگرام : د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت د کنفرانس پيل ملي سرود پرانيستونکې وينا پيغامونه لنډه دمه د کنفرانس دگډونوالو ويناوي لنډه دمه دليکوالو اومېلمنو ويناوي د ډوډۍ خوړلو دمه مشاعره ټنگټکور د کنفرانس پای . …………………. يادونه : کنفرانس ته يوازي رابللې کسان راتلاي سي. معلومات : د اړتيا په وخت کې په لاندې ټليفوني شمېرو اړيکه نيولای شئ حبيب الله غمخور : 46736511569 عثمان بارک :0046733997898 کبير اميري : 46705380002 هيواد شېرزاد : 46737143140 وخت او پته : Tid och plats 2012-08-30, kl. 13:00 Kroksbcksskolan informationssal Hyllievångsvgen 6 216 25 Malmö
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery