ځانمرګی بريد
د افغانستان د انتخابي ولسمشر جلالتمآب حامدکرزي د ( ملي ) بېلتانه ( سرود ) په دې وروستيو کي د افغانستان په ( ژوبل ملي يوالي ) ناکام ځانمرګی بريد وکړ. ځان وژونکي دافغانستان د اطلاعاتو او په اصطلاح فرهنګ وزارت کي سياسي پنا واخيسته او د ( ملي يووالي) په ( ژوبل ) بدن کي لا هم د پخواني سيار ولسمشر ښاغلي برهان الدين رباني د ( سرود ) د سرطان وينه چليږي .
دې ځانمرګي بريد د يوويشتمي پېړۍ د ( ځانمرګي ارزان بيه ) جګړه په يوه دوه کي واچوله !
ځان وژونکی دوزخ ګټي خو :
ولسمشر حامدکرزي ته دي خدای جنتونه او ( په کولتوري او علمي وژنه ) کي دي د هغه مشاور وزير او ( سرود ) جوړونکي ښاغلی زلمي هيوادمل ته د زړه صبر ورکړي .
انجنير محمدانعام واک
ناروې ۱۰ فبروري ۲۰۰۶