مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-03   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دمبارکی پيغام

حبيب الله غمخور
په سويدن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه ! دنړۍ ټولو متدينواواسلامی اصولوته وفادارو مسلمانانو ته دحضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د نیکمرغه میلاد مبارکي وایي . لوي خداي دې ټولومسلمانانوته دا همت ورکړی چې په نړيواله کچه په خپلو عالی اخلاقو،نيکو اړېکو ، صداقت ،ورورولی احساس ،د ټولو ټولنيز و هغو کړنو پر خلاف چي بشريت زوروی مبارزه ،ديواوبل په کورنيو چاروکي بې ځايه اوبې پوښتنې نه لاسوهنې ،دجگړې او انسان وژنې سره مخالفت ، رشوت ،ظلم اوستم ته دنفرت په سترگه کتل ،پر ماشومي او ماشوم جنسی تجاوز سره نفرت ، نړيوالی سولي اودوستۍ سره مينه اومحبت په روحيه نړ يوال پدې قانع کړي چي دادي داسلام اوصاف او په عملي بڼه یې داسلام سره له دښمنۍ نه جلا کړي . زموږ دټولنې دمشرتابه جرگې له نظره ، د اسلام د مقدس دين له اساساتوڅخه نه بايد دسياست ،دمحلی اونړيوالي سياسي ز برځواکۍ اودولتی واک ترلاسه کولو لپاره استفاده وشي . اسلام يوه مقدسه عقېده ده په همدې تقدس کې دهغه ساتل اسلام ته لوي خدمت بولو . هرڅوک چې داسلام له مقدساتونه نه دخپلو سياسی او اقتصادي گټو ترلاسه کولو اوياساتلولپاره استفاده کوي ، داسلام اساسی دښمن یې بولو . ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery