مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-07   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار کې د عزيزالله واصفي د فاتحې مراسم تر سول .

benawa afghanistan
لودين
نوموړی د افغانستان نه بهر اوسيدی او تيره شنبه کندهار ته په را رسيدو سره سمدستي وفات سو او جنازه يې په کندهار کې خاورو ته وسپارل سول .
مخکني ولس مشر حامد کرزي ، د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون مشر او د سولې د عالي شورا غړی الحاج فضل الکريم فضل ، د پخواني حکومت او اوسني حکومت کابينو ، په ولسي جرګه کې د کندهار او ګاونډيو ولايتونو استازو او زرګونو کندهاري اوسيدونکو د مخکښ مشر او لوی سياستوال عزيزالله واصفي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ . عزيزالله واصفي تيره شنبه په کندهار کې وفات سو او دجنارې مراسم يې هم په کندهار کې تر سره سول . عزيزالله واصفي د اعليحضرت محمدظاهرشاه او سردار محمد داوود خان له وخته خورا سياسي مبارز پاتی سوی او تل به يې د افغانستان د خلکو د ازادۍ دپاره اواز پورته وه . هغه د محمد ظاهر شا ه د واکمنۍ پر مهال لومړى په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازى، بيا د ننګرهار والي، همدا راز د کرهڼي او مالدارۍ وزير او بيا د لويې جرګي عمومي ريس ټاکل سوى وو. عزيز الله واصفي د بن په کنفرانس کي لويه ونډه درلوده او همدا راز يې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال هم زيات رول درلودى. نوموړی د افغانستان نه بهر اوسيدی او تيره شنبه کندهار ته په را رسيدو سره سمدستي وفات سو او جنازه يې په کندهار کې خاورو ته وسپارل سول . د نوموړي د فاتحي په مراسمو کې د کندهار د زرګونو اوسيدونکو او ځايي مسوولينو تر څنګ مخکني ولس مشر حامد کرزي ، د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون مشر او د سولې د عالي شورا غړي الحاج فضل الکريم فضل ، د زړې او نوي کابيني يو شمير غړو او په ولسي جرګه کې د کندهار او ګاونډيو ولايتونو استازو ګډون کړی وو . د فاتحې برخوالو ارواښاد واصفي ته د مغفرت دعاګاني وکړي او د هغه کورنۍ ته يې تسليت ووايه . د کندهار قومي مخورو عزيزالله واصفي يو مخکښ سياسي شخصيت وباله او د هغه مړينه يې لويه تشه ياده کړل . د ارواښاد زوی عزت الله واصفي فاتحې ته د ورغلو برخوالو مننه وکړل او زياته يې کړه چې ټوله کورنۍ به د خپل ارواښاد پلار لاره تعقيب کړي . د نننۍ فاتحې د مراسمو دپاره په ټول کندهار کې کلک امنتي تدابير نيول سوي وه او د مراسمو ځای ته تللې لاري د نقليه وسايطو پر مخ بندي وي . دا په تيره يوه مياشت کې دوه ځل دی ، چې حامد کرزی کندهار ته سفر کوي ، تير سفر يې شخصي وو او موخه يې د خپلي کورنۍ د غړو سره ليده کاته وه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery