مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-19   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دخواخوږ ی پيغام

حبيب الله غمخور
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍخپرونې دمشرتابه جرگې دخواخوږ ی پيغام ! په زياته خواشینی موخبر تر لاسه کړ چې د روزګان ولایت په چورې ولسوالی کې وتلی ولسي اوپر هيوادمين شاعر او لیکوال داروخان خاکسار د ماین په چاودنه کې چې د نوموړي د کور مخي ته ځای پر ځای شوی ووپه شهادت ورسېد . انا الله انا اليه راجعون موږ پداسي حال کښي چي ددې زورو نکی خبر په اورېدوسره زيات خوشيني سولو وزورېدو د ښاغلي داروخان خاکسار په شهادت رسېدل چې زموږ دولس دښمنان نه غواړي هوښيار اودسرسړی مو ژعوندی وگرځی دهيواد لپار لويه او دردونکې ضايع بولو. موږ پدې ستر غم کي ځانونه دمرحوم شهيد خاکسار له درنې کورنۍ ټولو غړو، دهغه ددوستانواويارانو سره شريک بولو . دلوی څښتن له دربارنه مرحوم ته فردوس جنت او دکورنۍ پاته کسانوته یې دزړه صبر غواړو. روح دې ښاداوياد دې ابدي وي . په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه په استازيتوب حبيب اله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery