مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين لپاره تدابير

د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه

او وطن ته يې د جنازې د لېږدچمتووالی

ارواښاد استاد کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي

څه موده وړاندې خوست مېشتو  کلتوري  ټولنو ، کلتوري مؤسسو  او يو شمېر پوهانو د افغانستان د خوست په ښار کې  په يوه غونډه کې  د دې غوښتنه کړې وه چې د هېواد د نامتو ليکوال ارواښاد استاد روهي جنازه دې چې لس کاله پخوا د امانت په توګه په جرمني کې خاورو ته سپارله شوې وه ، خوست ته انتقال او په خوست پوهنتون کې دې په درنښت سره خاورو ته وسپارله شي . په هغه غونډه کې څرګنده شوې وه چې دا د خوست د کلتوري ټولنو ، قومي مشرانو او د خوست د ټولو خلکو غوښتنه ده .

په دې اړه په تېره اوونۍ کې د جرمني د کولن په ښار کې ،د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د مونشن ګلاد باخ  افغاني کلتوري ټولنې ګډه غونډه جوړه شوې وه .  په غونډه کې په دې اړه په تفصيل سره خبرې وشوې  ، د استاد د جنازې د انتقال ، دلسم تلين د ياد غونډو او نورو اړونده موضوعګانو په هکله له خبرو وروسته ، دغه پرېکړې وشوې :

١ ـ   د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين په مناسبت دې د روان کال د می پر ١٣ نېټه   په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په مونشن ګلادباخ کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا علمي  غونډه جوړه او په مونشن ګلادباخ کې د استاد پر مزار دې د درنښت  لپاره د ګلانو توديعي ګېډۍ کېښودلې شي .

٢ ـ   خپل وطن ته د استاد د جنازې د انتقال  ټول لګښتونه به په اروپا کې افغاني کلتوري ټولنې او کلتورپال افغانان په غاړه اخلي . جنازه به د می په نيمايي کې  هېواد ته انتقالېږي .

٣ ـ   موږ  د خوست مېشتو ټولنو او د خوست د قومي مشرانو د هغې پرېکړې بشپړ ملاتړ کوو چې په خوست پوهنتون کې  يې د استاد روهي د جنازې د خاورو ته سپارلو غوښتنه  کړې ده . زموږ په نظر د خوست د  نوي  جوړېدونکي پوهنتون په سيمه کې د استاد د مزار جوړېدل  به ، خوست پوهنتون ته يو بل علمي  ـــ تاريخي وياړ هم ور په برخه کړي .

٤ ـ  له خوست مېشتو ټولنو څخه هيله کوو چې په خوست  پوهنتون کې په درنښت سره د استاد د جنازې د خاورو ته سپارلو لپاره همدا له اوسه چمتووالی ولري . دغه راز به هغوی د استاد د لسم تلين  ياد غونډه هم په پام کې ولري .

٥ ـ   د افغانستان په داخل کې له ټولو کلتوري او ادبي ټولنو او استازيو څخه يې په درناوي هيله کوو چې  د هېواد د يو نه هېرېدونکي ادبي ، ټولنيزاو علمي  شخصيت په توګه ، د استاد د جنازې په مراسمو او ياد غونډه کې برخه واخلي او د هغه ياد د وطن د کلتور او تاريخ  د يوې مهمې برخې په توګه وځلوي .

 

په درناوي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery