مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-16   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې خبر پاڼه

غمخور
درنو هيوادوالو ! ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې تل دافغانستان په کورنيو چاروکي دهر بېگانه دښمنانه لاس وهنو پر خلاف خپل نظر څرگند کړي اوهغه هيواد چې ورسره مرسته کړې ملاتړ اعلان کړی . اوس چې زموږ دمعلوماتوله مخې دپاکستان داستخباراتو پخوانی رئيس جنرال حميد گل دورپېښی ناروغۍ له امله مړسوی . زموږ دټولنې غړي په کور دننه افغانستان اوله افغانستان نه بهرپه ټوله نړۍ کې دحميد گل دمرگ پر وړاندي دافغانانو اونور غبرگون څاري . ددې فرهنگی ټولنې څارنې په مټ موږ داسي معلومات ترلاسه کړل چي دنړۍ په ټولو هيوادونوکي دانسانيت اودموکراسی پلويان افغانان دده په مرگ خوښی څرگندوی . موږ پدې حساسو سياسی شېبوکي دافغان ولس خوښيو څرگندولوته په درناوی سره غواړو اعلان کړو چې زموږ دټولنې مشر حبيب الله غمخور نن داگست ۱۶ دنورورسنيو په څنگ کي دالمان ږغ دويچويلی راډيو دپښتوژبې نشراتي برخی سره په راډيويې مرکه کښي دخپلی ټولنې اوافغان ولس دغوڅ اکثريت نظر ددې راډيو له لاري خپلو هيوادوالو اونړيوالوته ورساوه .تاسو کو لاي سی چې دپورته په گوته سوی راډيو دپښتو ژبې دپروگرامونو دخپرولو په برخه کي یې واوری . http://www.dw.com/ps/دويچه-ويله-پښتو/s-11722 دټولنې دمشرتابه جرگې لخوا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery