دخپریدو نیټه : 2006-04-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
(د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی) چاپ شو
خسرو
په پښتو ژبه کې د خپل ډول لومړنۍ تاريخي څېړنه، د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی، د هېواد د وتلي تاريخپوه او څېړونکي محترم پوهاند محمد حسن کاکړ په سريزه او د نامتو ليکوال محترم شهسوار سنګروال په تاليف خپورشو٠ دا کتاب چې ٩٩ نړيوال او سيمه ايز ماخذونه لري، په ٤٦٠ مخونو کې د افغانستان تاريخي جغرافيه په علمي او هر اړخيزه توګه تشرېح کوي٠