مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ویب پانو ته دلغمان والي جبار نعیمي د منني پیغام

یوه نړۍ مننه:
واقعیت دی چې په نړیوال کلي کې یو شمیر ویب پاڼې په رېښتنې توګه د پوهې،قلم،فکر او معنویت پیژندل شوي مرکزونه او بنسټونه دي چې تل خپلو لوستونکو ته د ژوندانه د هرې برخې او ډګر په اړه په زړه پورې او ګټور معلومات وړاندې کوي،اوس پښتو د نړیوال کلي ژبه شوه مګر یو شمیر ویب پاڼو لا د مخه د افغانستان د لرغوني او تاریخي ژبې د کتنې،لوستنې او زده کړې هندارې وې او دي.
د هرې ویب پاڼې مدیریت او چلول لوی کار او ستر ملي خدمت دی،ځکه چې لویه حوصله او ستر فکري قوت او پانګه غواړي،په افغانستان کې یو شمیر داسې تاند،هڅاند،د ملي احساس لرونکي خدمتګاران پیدا شول چې هرڅه یې په نړیوال کلي کې په وخت سره خپاره کړل او لاهم په دې لاره مزل کوي. ویب پاڼې د ځوان نسل د ښوونې او روزنې لپاره تر ټولو غوره معلوماتي سرچینې دي د ژوندانه هره خبره په کې پیدا کیږي او اغیزمن پیغامونه په کې پراته وي.
خبریال،تاند،پژواک،روهي،لر او بر،ګران افغانستان،ټول افغان،بینوا،خبرپاڼه،ټاټوبی،نوښت،دعوت او ممکن نورې هم وي دا هغه ویب پاڼې دي چې افغان ولس او افغانستان ته یې ستر خدمت کړی هره ورځ یې دافغانانو علمي،فکري او معلوماتي پانګه نړیوالو ته وړاندې کړې ده.
ما د خپل ټول ماموریت پرمهال د یادو ویب پاڼو د خدمت درناوی او تقدیر کړی دی اوس هم د دغه ویب پاڼو له چلوونکو،قلمي همکارانو،فرهنګپالانو،خبریالانو،ادیبانو،لیکوالانو او شاعرانو د زړه له کومې یوه نړۍ مننه کوم چې د فکري رغونې لپاره کار کوي او په میلیونونو وګړو ته د ټولنې د جوړونې،ترقۍ،سولې او ثبات پیغامونه رسوي.
په میدان وردګو او خوست ولایتونو کې چې پخوا مې ولایت کړی او اوس چې په لغمان کې برحال ماموریت لرم یادو ویب پاڼو د ټولو خدمتونو او لاسته راوړنو په انعکاس کې را سره رغنده همکاري کړې،د ولسونو په استازیتوب بیا هم ترې منندوی یم او دغوره خدمت کولو له امله د ویب پاڼو چلوونکو او قلمي همکارانو ته د هغه بریالیو اتلانو خطاب کوم چې تل به زمونږ په زړونو او فکرونو کې په درناوي سره یادیږي.دا مې فکر ،باور او تګلاره ده چې همیشه به د قلم،فکر او پوهې له لرونکو سره همکاري کوم او خدمت ته به یې دانګم.
یوه خبره د یادولو ده هغه دا چې د وخت او تاریخ اړتیا ده چې باید د فکر او قلم په قوت سره خپل هېواد اباد او مترقي کړو او د هغه موضوعاتو له خپرواي باید ډډه وشي چې ملي ګټو،ملي یووالي،ملي هویت او ملي ارزښتونو ته زیان رسوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery