مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دروشن افغانستان دفوتبال غوره لیګ په خورا زړه راکښونکی حالت کی روان دی

رومل نوري


 دافغانستان روشن غوره لیګ پنځم فصل په خورا زړه راکښونکی حالت دهیواد په پلازمینه کابل کی دافغانستان دفوټبال دفدراسیون په لوبغالی په خورا زړه راکشونکی حالت کی روان دی په دغه جوړ سوی ټورنمينټ کی دهیواد داتو زونونو لوبډالو دیوبل په وړندی په دوه ګرپونوکی سره لوبی وکړی لومړی پړاو دالف گروپ شاهین اسمایی دمیوند اتلان طوفان هریرود داباسین څپي طوفان هریرود او شاهین اسمایی طوفان هریرود د شاهین آسمایي پر وړاندې ګټونکی شو او فردین حکیمی دشاهین دګول دروازه ۷۲ دقیقه کی پرانیستل او لوبه په هم دی یو ګول سره ددطوفان په بریا پای ته ورسبده

دمیوند اتلان او داباسین څپی دمیونداتلان خپله لومړی لوبه داباسین څپی په وړاندی ترسره کړه چی دغه لوبه خورا جذابه او په زړه پوری وه دواړو لوبډالو هڅه کول چی خپله لوبډاله بریا ته ورسوی خو دمیوند اتلانو تر سختو بریدونو ورسته دلوبی په ۹دقیقه کی یارمحمد ذاکر خیل داباسین دګول دروازه خلاصه کړه او ورسته دمسلسلو حملو ورسته فیض محمد فیضی دلوبی په ۱۲ دقیقه کی میوند لپاره دوهم ګول ترسره کړی دحملو په دوام دمیوند اتلانو کپتان فیض محمد فیضی ددریم ځله لپاره هم داباسن دروازه خلاصه کړه او لوبه دری دصفر په وړندی میوند اتلانو به ګټه پای ته ورسیده دمیوند تلان او دشاهین اسمایی دهیواد دمرکز او جنوب غرب دلوبډالو ترمنځ ډیره مهیمه لوبه ترسره سو چی دشاهین اسمایی په یو ګل سره بریا ترلاسه کړه او خپله لومړی بریا یی په پنځم فصل کی ثبت کړه

شاهین اسمایی داباسين څپی په وړندی دغه لوبه دافغانستان فوټبال فدراسیون په مرکزی لوبغالی کی ترسره سو چی دغه لوبه وګولونوډاکه وه اوشاهین ۵ځله داباسن دروازه خلاصه کړه او شاهین مخ کی پړاوته لاره بیداکړه چی په دغه لوبه ګی امیرالدین شریفی حشمت الله بارکزی امان الله سرداری دشاهین لپاره ګولوهنی وکړی میوند تلان او دطوفان هریرود دغه لوبه دادواړو لوبډلو لپاره ډیر مهیمه او سخته لوبه وه تر ډیردطوفان لخوا بریدونه ترسره سو دلوبی په ۱۸دقیقه کی دمیونداتلانو لوبغاړی یارمحمد ذکر خیل دپیالنټی دلیکی څخه ګول ترسره کړی او په همدی يو ګول سره میوند بریا ترلاسه کړه او دری امتیازونه یی ترلاسه کړه اباسین دطوفان په وړاندی اباسن چی په تیرو دوه لوبو کی ښه نه وه ځلیدلی او دمخکی پړاو څخه پاتی سوی وه خو طوفان لپاره دغه لوبه ډیره حیاتی وه تر څو دغه لوبه په ۳ګولونو سره وګټی او نیمه پایلوبی ته لاره پیداکړی دطو فان بریدیزه لوبه پیل کړه او دلوبی په ۱۵دقیقه کی انوراکبری داباسین دروازه خلاصه کړه او لومړنی نیمه په یو ګول سره دطوفان په ګټه پای ته ورسیده دلوبی په دوهمه نمایی کی طوفان دهڅو په پایله کی دلوبی په ۵۲دقیقه کی محمد رفیع بارکزی داباسین دروازه یو ځل بیا پرانیستل خو په ده ګولونودبریا سره هم طوفان دمخکی تګ څخه پاتی سو او دالف ګروپ څخه شاهین اسمایی او دمیوند اتلانو نیمه پای لوبی ته لاره پیداکړه دب ګروپ سیمرغ البرز دسپین غر بازان موج های امو عقابان هندوکش دموج های امو هندوکش دغه لوبه د ب ګروپ دوه پیاوړی لوبډالی ترمینځ ترسره سو دواړو لوبډالو کوشش کوی چی بریا ترلاسه کړی دلوبی په لومړی نیمه کی دموج های امو لوبډالی دسیال ټیم دګول دروازه خلاصه کړه او اوله نیمایی سره سم یی دوهمه نیمایی هم په خپله کټه پای ته ورسول موج های امواو دسپين غر لوبه دغه لوبه دتیر کال اتلی لوپډالی سپین غربازانو او دموج ها لوبډالو ترمنځ ترسره سو دلوبی په لومړنی نمایی کی دډیر هڅو سره سره بیاهم کومی لوبډاله ګول وهنه ترسره نه کړه خو دوهمه نمایی دموج ها لپاره دګولوهنی زمینه برابره کړه قسمت احمدی لعل باچا ترخیل دخپلی لوبډالی لپاره یو یو ګول ترسره کړی چی ده هم دی پایلی سره لوبه ده دموج ها په ګټه پای ته ورسیده سیمرغ البرز او موج های امو دغه لوبه ډیر جذابه او دګولونو څخه ډکه لوبه وه چی سیمرغ البرز دموج های امو دګول دروازه ۴ځلو لپاره خلاصه کړه خو پایله څلور دیو په وړاندی دالبرز په ګټه پای ته ورسیده سیمرغ البرزاو سيپن غربازان دغه په زړه پوری لوبه د (ب)ګروپ دپیاوړلوبډالو ترمنځ په کابل کی ترسره سو لومړنی ګول وهنه فیاض عزیزی دالبرز لپا ره ترسره کړه او ورسته امید نصیب یو ځل بیا دبازانو دروازه خلاصه کړه خو بازانو دمقاومت ورسته غلام نیازی دبازانو لپاره ګول وهنه وکړه او خپلو حملو ته یی شدت ورکړی اودتساوی ګول شفیق ایوبی لخوا تر سره او لوبه ۲-۲په وړاندی بای ته ورسیده سیمرغ البرزاوعقابان هندوکش دعقابانو دبریا سره دمخګی تګ څخه پاتی سو دغه په زړه پوری لوبه کی عقابانو دسیمرغ البرز دګول دروازه دوځله خلاصه کړه او لوبه یی ۲-۱ په وړاندی په خپله بریا ترلاسه کړه عقابان هندوکش او سپین غر بازان په دغه لوبه کی دواړو لوبدالو دفرصتونه څخه صحیح استفاده ونه کړه خو بیاهم په لوبه کی داواړو لوبډالو دوه دوه ګولونه ترسره کړه په پایله کی لوبه ۲-۲په وړندی مساوی پای ته ورسیده موج ها امو او سپین غر بازان په دغه لوبه ګی موج ها بازانو ته ۳ګولونو ورکړه او دروشن افغانستان فوټبال غوره لیګ نیمه پای لوبی ته یی لاره پیداکړه په دی لوبو سره موج ها امو شپږ امتیازونه سره لمړی او سیمرغ البرز په څلور امتیازونوسره دوهمه لوبداله سول چی دافغانستان روشن غوره ليګ سیالیونیمه پای لوبه ته لاره پیدا کړه نیمه پای لوبی لومړی لوبه ده رفت او برګشت دسیمرغ البرز چی د(ب)ګروپه دوهمه لوبداله ده او شاهین اسمایی د(الف ) ګروپ لومړی لوبډاله وه ترسره کړه دغه لوبه دروان لیګ ترټولو په زړه پوری او دګولونونو ډاکه لوبه وه سیمرغ البرز کپتان منیرالحق لومړنی ګول وهنه وکړه خو ورسته په سیمرغ باندی یو بده ورځ راغله او دشاهین لوبغاړو پرله پسی بریدونه وکړه او دسیمرغ البرز دروازه یی د۸ځلو لپاره پرانیستل چی په روان لیګ دسیمرغ البرز لپاره تر ټولو بده ورځ وه دشاهین لپاره سمیع الله حمید امرالدین حسین او امان الله سرداری رضاالله یاری دشاهین لپاره ګول وهنی ترسره کړی او په همدی نتیجه ۸-۱شاهین اسمایی دغه لوبه په خپله ګټه پای ته ورسول او درفت او برګشت په لړ کی به سیمرغ البرز او شاهین اسمایی دیک په ورځ یو ځل بیا سره لوبه کوی او سیمرغ البرز به ۹ ګولونه ترسره کوی چی پای لوبی ته لار ومومی چی دا به يو څه سخته وی دالبرز لپاره دمیوند اتلان او موج های امو دسمی پاینل دوهمه لوبه دکابل دفوټبال په نړیوال لوبغالی چی په زرګون کسان یی هم ننداری ته ورغلی وه او دټورلمنیټ یوبله زړه راکښونکی لوبه وه لوبه دپیل سره سم میوند اتلانو یو څو بریدونه وکړه خو کوم ګول یی ترسره نه کړی دلوبی په ۷دقیقه کی رحیم رحمانی دموج ها لپاره ګول ترسره کړی چی دیو څو دقیقو لباره یی دلوبی واکمنی یی په غاړه واخیستل خو میوند خپلی هڅی ډیری کړی ترڅو دمیوند اتلانو کپتان فیض محمدفیضی دلوبی ۱۸ دقیقه کی دتساوی ګول ترسره کړی خومیوند په تساوی باندی قناعت ونه کړی او خپلو هڅو ته یی دوام ورکړی چی دمیوند اتلانو لوبغاړو هڅو رنګ راوړی او یارمحمد ذکرخیل دمیوند لپاره دوهم ګول ترسره کړی چی په دی سره میوند ۲-۱ مخکی سوه او لومړنی نیمه په همدی نتیجه دمیوند په ګټه پای ته ورسیده دوهمه نیمه یی په پیل کی میوند اتلانولپاره دتازه نفسه لوبغاړی متین یوسفزی دریم ګول ترسره کړی چی میوند دلوبی بریا یقنی کړه خو دلوبی په ورستیوی شیبو کی موج ها لپاره عبدالجبار عرب زاده ګول ترسره کړی او دلوبی نتیجه یی ۳-۲کړه درفت او برګشت په لړ کی به دروانی اوونی ددوشنبی په ورځ به یوځل بیا میوند او موج ها سره لوبه وکړی او هرلوبډالی چی دیر امتیازونه ترلاسه کړل هغه به دروان ټورلمینت پای لوبی ته لار پیداکوی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery