مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فلسطینیانو ، ووزئ !

ژباړن : نثار احمد صمد واصفی
سرچینه : انز ري ویو ( امریکا )

لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۹ / ۱۲ / ۲۰۱۷

 

امریکا د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ څو لسیزی د یو تش په نوم منځګړې رول ولوباوه . ولسمشر ډونلډ ټرمپ باالاخره په همدې اوونۍ کی د تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکایی سفارت په لیږلو سره نور نو دغه ستومانیزه درواغجن رول ایسته وغورځاوه .
دغه انتقال ، چی د بهرنۍ غندنې سره مخامخ سو په ځان کی یو ډیر لوی تظار لری . معنی دا چی امریکا د « دوو دولتونو » د حل لارې هر ډول فرصت ، چی د فلسطین له پاره د ملګرو ملتونو اصلي پلان و ، له منځه یووړ . ځکه به نو فلسطینیان د یوې بې اختیاره او نا آرامه غریبی طبقې په حیث په یو بالکل یهودي دولت کی شپې سبا کوی . واشنګټن په دې کار سره نړیوال قانون ، د ۱۹۹۳ کال د اوسلو تړون او د ملګرو ملتونو بې شمیره پریکړه لیکونه تر پښو لاندی کړل .
د صلیبي ټرمپ دغه فیصله بالکل ښیی چی نور به نو په ختیځ بیت المقدس کی نه کوم فلسطیني دولت شتون ولری او نه هم فلسطیني پایتخت ؛ او نه به هم په سیمه کی د پنځه نیمو ملیونو فلسطیني کډوالو له پاره ، چی په بلواکه توګه په اسراییلو ، اشغالي لویدیځه تراډه ، غزه ، سوریه او لبنان کی اوسیږی ، کوم سیاسی امید وجود ولری .
د امریکا ولسمشر یو بدنامه مسلمان ضد انسان دی چی امریکا ته یې د اسلامي نړۍ څخه د خلکو ورتګ هم منع کړ . ټرمپ د منځني ختیځ په هکله خورا لږ معلومات لری ، یعنی هغه منځني ختیځ چی ما په خپل وروستي کتاب کی « امریکایی راج » بللی دی کټ مټ لکه هند چی تر برتانوي استعمار لاندی و .
پر ټرمپ باندی د واشنګټن او نیویارک څخه د « ستر اسراییل » د مفکورې ملاتړې راګرځېدلي دي چی په هغو کی د ده د خپلی کورنۍ نږدې غړي او افراطي ښی لاسي په اصطلاح « مشاورین » هم شامل دي . جالبه لا دا چی په تیره می کی په سعودي عربستان کی د ده له خوا ننداره ییزه وینا هم د کلیفورنیا د سنتا مونیکا څخه یو څه نا څه دیرش کلن خورا ښیً لاسي صهیونیسټ لیکلې وه تر څو عرب پاچهان او تابع مشران نور هم د ځان کړی .
ټرمپ د دغه لویی غمیزی په لا زیاتولو سره خپل ځوان زوم « جېرډ کوشنر » ته هدایت وکړ چی د منځني ختیځ د سولي کومه معامله رامنځته کړی . کوشنر چی په نیویارک کی د کورونو او جایدادونو د پلورني ـ پیرېدني ( دفتر معاملات ) یو مشر دی ، ښه ځواني لری خو د منځني ختیځ په هکله دومره لږ معلومات لری لکه زه چی یې د « پاپوا نیو ګینا » د هیواد په اړه لرم !
کوشنر چی کومی « د سولی خبری اتری » راپیل کړي دي ، خورا د خندا او ملنډو وړ دي . دئ او ټرمپ غواړي چی په منځني ختیځ کی د امریکایی غلامانو یعنی سعودي عربستان ، د خلیج د اماراتو ، اردن ، د مصر د بې رحمه دیکتاتور او د منځنیو پیړیو غوندی د مراکش د پاچا تر منځ یوه معامله رامنځته کړی .
دغه بې واکه چلاخی ( یعنی دُرې ) کولای سي چی « د سولی داسی معاملې » رامنځته کړی چی د دوی خوښه وی . خو اصلی اړخونه چی باید پکښی برخمن وی هماغه اسراییل ( چی نن خورا ښیً لاسي حکومت پر کوي ) ، فلسطینیان ( چی د فلسطین آزادي غوښتونکی فاسد سوی غورځنګ یې په غلطه استاځیتوب کوی ) ، ملت پال حماس او هم نوری کوچنۍ ډلی دي . د فلسطین آزادي غوښتونکی غورځنګ تر ډیره حده د امریکا او اسراییلو ګوډاګی سوی دی ، چی زوړ ریږدېدلی محمود عباس یې مشري کوی . په منځني ختیځ کی یوازی ترکیه د یو رښتیاني خپلواک اسلامي هیواد په حیث پاته دی چی د واشنګټن تر واک لاندی نه دی .
حتی همدغه عباس ، نورو فلسطینیانو او عربي مشرانو هم ټرمپ او په تنګه خونه کی د غوایی دا ټوپ وهل وغندل . مګر دوی څه مهم دي ؟ د ټرمپ دا عمل ښیی چی عربي نړۍ رښتیا هم څومره ویشلې او بې وسه ده  .
اسراییل پوهیږي چی عرب ګاونډیان یې څومره غمجن دي او له درده پړسیږی ، خو ځکه یې په باک نه راوړي چی هغوی بې وسه دي او پرته له دې چی پر سړکونو ښورښ وکړی او موټران وسوځوي بل هیڅ هم نسي کولای . که اسراییلي ضد ښورښ سخت او شدید سی ، نو اسراییل به مظاهره چیان په مرمیو سوري سوري کړی او یا به یې کورونه لوټی لوټی کړی او له دې کاره به کومه پښیماني هم ونکړي . هو ، عربي نړۍ هیڅکله هم ځان دومره ناتوانه او ډاریدلی نه وو ښودلی لکه نن .
له دې نه علاوه ، د اسراییلو ملګرئ یعنی سعودي عربستان لګیا دی د څو لسیزو راهیسی فلسطینیان د شا له خوا په خنجر وهي او په پټه یې ټوټه ټوټه کوي . دغه فیوډالي سعودیان د عصري او تعلیم یافته فلسطینیانو څخه ډاریږی او باور نه پرې کوي . د مصر وحشي پوځي دیکتاتوري هم همداسی ده چی نن د سعودي ، اسراییلو او امریکا په پیسو چلیږی .
هیچا دا تکلیف نه دی کړی چی د فلسطینیانو سره ، چی ګوښې ته ټېل وهل سوي ، سترګي پرې پټي سوي او د څه باندی نیمی پیړۍ راهیسی تر بم وریو لاندی دي ، مشوره وکړی . خو د هغوی څخه به پرته هیڅ کومه رښتیانۍ سوله رامنځته هم نسي .
لاکن ولسمشر ټرمپ بیا هم دا ستومانیزه جزیًیات او موارد هیڅ په باک نه راوړي ، بلکی غواړي چی پر یوې غیر سوله ییزه سوله باندی خپل شاهي لاسلیک وکړي . کوم څه چی اصلأ ټرمپ ته اهمیت لري دا دی چی په راتلونکو انتخاباتو کی د امریکایی یهودیانو ملاتړ وګټي او هم د انجیل د پلې کونکو عیسویانو رایی خپلی کړي .
امریکایی خورا ښیً لاسي عیسویان د جمهوریت غوښتونکې ګوند نیمایی رایی ورکونکي دي چی په ټینګه د انجیل پر دغه پیش ګویی باندی عقیده لري چی وایی مسیح ګواکی تر هغو پوری نه راځي څو چی لرغونی اسراییل یو ځل بیا نه وی جوړ سوی ، او د نړۍ یهودیان په « ستر اسراییل » کی نه وی راغونډ سوي ، مسیح راستون کیږی او د دنیا په وروستۍ تباهي کی به کافران له منځه وړل کیږی .
دا ډله سخت دریځي « عیسوي صهیونیسټان » دي چی د ټرمپ د تګلارو ملاتړ کوی . د بهر په هکله د دوی زیات معلومات د انجیل د عیسوي خپرونو او تلویزیوني چینلونو ، او یا هم د ټرمپ د کړنو په ارتیاط د « فاکس ټلویزیون » څخه حاصلوي چی هغه هم د « ستر اسراییل » یو سرښندونکی ملاتړئ دی .
دغه انجیلي عیسویان د امریکا په اطرافو او کوچنیو ښارونو کی د ټرمپ د ننګې اصلي هسته جوړوي . خو حقیقت دا دی لکه کیوین فلیپس چی په خپل مشهور کتاب « د امریکا مذهبي حکومت » کی لیکلی دی : جمهوریت غوښونکی ګوند نور نو یو ښیً لاسیً مذهبي ګوند دی چی د امریکا د هغو سیمو نمایندګي کوی چی وګړي یې ډیر تعلیم یافته او پوره روښانفکره نه دي . نو دغه سخت دریځې باید ډیر خوشحاله وی چی د دوی ښه ولسمشر ټرمپ د مسیح رارسېدل ګړندی کوي !  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery