مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لندن کې، د کوچني اختر د لمانځه خبرتيااود مبارکۍ پيغام

سيدجان کارواني

 


په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ له خوا، د سپېڅلي روژې په پای کې، ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو وَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايو .

روژې، پرهېزونه، لمنځونه او عبادتونه مو قبول شه .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو نه، يوځل بيا، هيله لرو او غوښتنه کوو چې د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د لمانځه په پای کې، زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او د افغانستان د تاريخي دُښمن سره مل فريبکاره نيواک د ختم، د سراسري دايمي افغاني سولیِ د ټينګښت، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سراسري مِلي وحدت، د ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د اختر لمونځ به د اختر په اوله ورځ، د ګهيځ په لسنيمو( ۱۰:۳۰) بجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

د ټولنیِ سره په نږدې ځينو سړکونو کې، د دغه وخت دپاره د موټرو درول ازاد دي.

د رهبري هيئت له خوا

دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 8168

 


د ټولنیِ افتخاري مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery