مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين د غونډې خبرتيا

د افغانستان د کلتودي ودې ټولنه

ارواښاد استاد کانديد اکاډميسن محمد صديق روهيد افغانستان د نوميالي ليکوال ارواښاداستاد محمد صديق روهي د لسم تلين له امله د روان کال د می پر ديارلسمه نېټه د شنبې د ورځې د مازيګر پر څلورو بجو د جرمني په مونشن ګلادباخ  کې يوه علمي غونډه جوړېږي .

د استاد د لسم تلين دغه غونډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په مونشن ګلادباخ کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا په ګډه جوړېدونکې ده او په کې به د ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد صديق روهي پر ژوند او علمي هلو ځلو بېلابېلې ويناوې او مقالې وړاندې شي .

په دغه غونډه کې په نظر کې ده چې لومړی د مازيګر پر څلورو بجو د استاد پر مزار د ګلانو توديعي ګېډۍ کېښودلې شي ، بيا د قرآن عظيم الشان ختم وشي او علمي غونډه د مازيګر په پنځه نيمو بجو پيل شي .

بايد يادونه وکړو چې د ارواښاد استاد روهي جنازه لس کاله پخوا په جرمني کې د امانت په توګه خاورو ته سپارل شوې وه  او اوس به د می پر اوولسمه نېته له جرمني څخه ، خپل هېواد ته لېږدوله کېږي . جنازه به د می پر اتلسمه د پنجشنبې په ورځ  د سهار له خوا کابل ته او له هغه ځايه خوست ته لېږدوله کېږي . په همدغه ورځ د مازيګر پر څلورو بجو به ، د خوست د خلکو او علمي او کلتوري ټولنو په وړانديز او د ډېرو افغاني کلتوري مرکزونو په ملاتړ په خوست پوهنتون کې خاورو ته سپارله کېږي .

د افغاني پوهنيزو شخصيتونو له هلو ځلو او آثارو سره علاقه مندو هېوادلو ته بلنه ورکوو چې په مونشن ګلادباخ کې په دغه درنه غونډه کې له موږ سره ګډون وکړي .

پته :

Jugend Club Westend

Alexianer Str.   3 – 4

41061  Mönchengladbach

 

ضروري ټيلفونونه :  02161- 6535933 ,  0172 - 3042200

 

د افغانستان د کلتودي ودې ټولنه

په مونشن ګلادباخ کې افغاني کلتوري ټولنه

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery