مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هیلو کاروان

سرلوڅ مرادزی

د غوټۍ د غوړېدو په انتظار وم
لا سپرلی راغلی نه وو خزان راغی
ځان مې څو راټولوه، توپان له وېرې
ناببره سترګو رپ کې توپان راغی
ما په هیڅ شان تصور کولای نه شو
برخلیک چې مې پر سر دغه شان راغی
ما په زړه کې د خوښۍ لاره څارله
د خوښۍ پرځای په برخه خپګان راغی
ما تدبیر ژوند ته نیوه، خو په تقدیر کې
یو غت کاڼي مې پر سر له اسمان راغی
زه د خپلې ارادې په مینه مست وم
خو محکوم شوم له اسمانه فرمان راغی
زه د باز غوندې ازاد پرواز په هیله
راته حکم د قفس او زندان راغی
زه په لټه د بدلون او د سمون وم
تر بدلون اوسمون مخکې بحران راغی
د وصال نعمت مې نه وو لا څکلی
چې په برخه او نصیب مې هجران راغی
ما وی زه به ورته خپل ګریوان کړم څېرې
له ځان مخکې مې یار څېرې ګریوان راغی
ما په مینه د وروۍ کړه غیږه خلاصه
خو له بل لوري یوازې نقصان راغی
چې د نوي ژوند نادودې مې میلمه شوې
د زاړه ژوند د نادودو ارمان راغی
وخت سره زر وو چې عبث له لاسه لاړه
ډېر افسوس راته په تللی زمان راغی
اوس به لاره د هدف په لور کړو سیخه
په نېولې لار خو ډېر ډېر تاوان راغی
څه امید په ټوکېدو، زرغونېدو دی
یو الهام راته په پټه پنهان راغی
مسافرو بار مو وتړۍ چې ځو به
ومنزل ته مو د هیلو کاروان راغی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery