مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-09-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتانه

سرلوڅ مرادزی


د اغیار په نزد محقر دي پښتانه
خو اسیا کې د زړه سر دي پښتانه
که حقپال يي د اسیا ژوندی زړه بولی
په دي فخر مفتخر دي پښتانه
دا ادعا که د دښمن نه وي د چا ده؟
چې وايي، بدو نه بدتر دي پښتانه
دا لوی عیب يي دی قبول، کاشکې چې نه وای
له ازله پخپلسر دي پښتانه
ساده زړي دي په ژوند او په چلند کې
که دې سمې که د غر دي پښتانه
د یوه پلار، د یوه نیکه اولاد دی
که د لر دي، که د بر دي پښتانه
د مذهب په نوم له مال و سره تېر دي
خو مذهب نه ناخبر دي پښتانه
پوهه نه لري، مذهب کې افراطي دي
تمدن سره ټکر دي پښتانه
د ملا په لاس دوکه شول په پېړیو
قرباني د زوړ ممبر دي پښتانه
کاشکې پوهې ته يي مخه شي په ژوند کې
د مذهب سخت زیر ااثر دي پښتانه
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۹ مه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery