مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو په انټرنېټ کې کتاب چاپ شو

دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى.
تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري.  مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي.
داکتاب تاسي  په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کولاى شی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery