مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

( د ګوانتانامو انځور ) له چاپه راووت

ملا عبدالسلام ضعيف

 ((دملا عبدالسلام ضعيف ليکلې خاطرې (دګونتانامو انځور) چاپ شو   

ملا عبدلسلام ضعيف

دطالبانو ددورې دلوړ پوړي چارواکي او ددوى د واکمنۍ په وروستيو کې په  اسلام آباد کې د افغانستان  د سفير ملا عبدا سلام "ضعيف"  په لاس کښل شوى  کتاب " دګوانتانامو انځور" له چاپه راووت .

دغه کتاب رنګينه پښتي او يو سل او شپږ پنځوس(۱۵۶) مخونه لري چې دملا عبدالسلام "ضعيف" د ژوند د هغو حالاتو ښه  انځور  پکې کښل شوى دى کله چې نوموړى د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته په اسلام آباد کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شواو بيا ددې هېواد د چارواکيو لخواامريکايانو ته وسپارل شو او له  هغې وروسته يې په کندهار ، بګرام او ګوانتانامو کې څه کم څلور کاله دبند له مشقت څخه ډکې شپې او ورځې تېرې کړې .

ملا عبدالسلام "ضعيف" په دې کتاب کې د خپل نيول کېدو، د پاکستانيو چارواکيو د چلند او په وېزه کې د وخت لرلو او دپاکستان لخوا دډاډ برسېره بيا هم امريکا ته د سپارل کېدو، د امريکايي بېړۍ او ګوانتانامو پېښې ، له بنديانو سره دامريکايانو دچلند  او دزندان حالات ښه په تفصيل سره بيان کړى دي او د بنديانو په هکله يې هم يولړ معلوم ات ورکړي دي .

دکتاب تصحيح او تدقي  قاضي محمدحسن حقيار اوکمپوز او ډيزاين ملا خيرالله فضلي کړى او سريزې پرې محمدقاسم حليمي، قاضي محمدحسن حقياراو عبدالرحيم مسلم دوست ليکلې دي.

ملا عبدالسلام "ضعيف" د طالبانو د واکمنۍ په و وستيو کې په پاکستان کې د طالبانو دحکومت سفير و چې د ۲۰۰۲ ز.کال د جنورۍ د مياشتې په درېمه نېټه د پاکستانيو چارواکيو لخوا ونيول شو اووروسته امريکايانو ته وسپارل شو او د ۲۰۰۵ ز. کال د سپتمبر په دولسمه له ګوانتانامو څخه راخلاص شو.

يادونه : د دې کتاب پوره متن په نژدې راتلونکي کي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپرېږي !


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery