د پښتو ( ٧ ) عالمي سېمينار په سياح
تي ښار زيارت پښتونخواکي : د روان عيسوي کال ٢٠٠٦ د اګست پر ( ٣ مه) نېټه په کويټه ښار کي د مې
ت ادبي تنظيم ( پښتو ادبي غورځنګ ) له پلوه، د پښتو ادب ( ٧ ) م عالمي ( نړيوال ) سېمينار ( څ
ېړن غونډه ) پېليږ ي ،په دې سېمينار کي د ګډون لپاره د پښتو ژبي او فرهنګ اکثره اديبان ، پوهان ،څېړونکي،کره
کتونکي،موريخين،روڼ اندي،شاعران او د قلم خاوندان دکوربه تنظيم په بلنه يا ست را بلل
سوي څو د سېمينار برخوالو ته تر ټاکلو سر ليکونو لاندي خپلي درنې مقالې،عاليمانه ويناوي ، د سالم نظر څ
رګندوني ،له حقيقت څخه برخمني ليکني او د تخيل او تفکر په ګاڼه پسوللي اشعار په مخامخ توګه
د وصل تر سيوري لاندي پر دريځ وړاندي کړي
بايد ووايم په دې سېمينار کي به دخپلي ژمني سره سم د (
سهېلي پښتونخوا) ، (منځنۍ پښتونخوا) ، (کتبي پښتونخوا) ، ( کراچي ) ، ( کندهار) ،( ذابل)،( وردګ ) ، ( خوست )،( کابل)
،( جلال اباد)٠٠٠٠٠٠٠٠ ا و د افغانستان د نورو سيمو په شمول په بهرنيو شرقي او غربي هيوادونوکي
مېشت ځايي او پردېس پښتانۀ دانشوران پخپل نېک ګډون سره د دې سېمينار ښکلا لا نوره وځلوي ، ټولوهغه ښاغلو او اغ
و پښتو پالو ته ،چاته چي موږ رسمي بلنه تر اوسه لا نه ده ور لېږلې ، دمعذورت له مخي د همدې ليک په
وسيله په ورين تندي بلنه ورکوؤ ، چي د ملګرو په شمول د اګست پردويمه نېټه خپل ځانونه په
کويټه کي د(پښتوادبي غورځنګ) دفتر ته سهارمهال راورسوي ،په دايه ورځ به ټول فرهنګيالان اوشاعران د سياحتي ښار
( يخ زيارت) پر لور د کاروان په شکل په موټرانو کي روانيږي ،تر څو د سېمينار په پرانيستن غونډه کي له ا
امه وروسته دابله ورځ له مهال وېشه سره سم برخه واخلي ، د يادوني وړ ده چي د( زيا رت ) سياحتي ښار د کويټي له
ښاره تقريبا ( ١٢٠ ) کلوميتره واټن لري ، د ذکر سوي سېمينار، نېټه ،ورځ او وخت په لاندني ډول ده ،
پېل ٣ مه د اګست ، / وخت سهار ، / ورځ پنج شنبه اختيتام ٥ مه د اګست ،/ وخت
ماخستن ، / ځای د اولسي شورای د غونډي تالار( زيارت سهېلي پښتونخوا )
که غواړئ چي د خپلو فرهنګي او
کلتوري ټولنو پېغامونه په سېمينار کي له برخوالو سره شريک کړئ نو پر دې برېښناليک درک ېي را ولېږۍ ، lamba_
g2000@ yahoo.com پوستي پته ، quetta G ,P ,O, BOX # 537 د پښتو عالمي سېمينار زيارت کنوينر ، محمدصادق ژړک ، ګرځنده فون شم
ېره ( MOB ( 0092(0 ) 3009388150 بله فون شمېره MOB 0092 (0)3022245352
هېره دي نه وي د سېمينار په اخېره ورځ
د پښتو ادب مخورو شخصيتونو ته د فرهنګي کار اوزيار له مخي د اېوارډ کمېټې ( جرګګۍ )په ټاکنه ، په دې نومونو نومول
سوي اېوارډونه و وېشل سي ، لکه د امير کروړ په نامۀ اېوارډ ، د علامه حبيبي په نامۀ اېوارډ ، د محمدګل نوري په
نامۀ اېوارډ ، د غورځنګ ادبي اېوارډ په نامۀ او د غورځنګ علمي اېوارډ په نومونوا ېوارډونه پکي شامل دي
، دپښتونخواپر سطح دا د پښتو ادب اووم ( ٧ ) ، په کويټه کي دپښتو ادب څلورم ( ٤ ) او د پښتو ادبي غو
ځنګ دويم ( ٢ ) نړيوال ( عالمي) سېمينار دۍ ، د سېمينار په اخيري شپه به د موسيقۍ ټنګ او ټکور پروګرام هم وړاندي
سي ، ستاسو راتګ ته لېمۀ په لارۀ ،
دپښتو ادب ځوان قلمي کهول ،( پښتو ادبي غورځنګ کويټه
پښتونخوا )