پرانستئ
يک
د بابوزي په قلم
اورېدل کيږي چي د افغانستان اولسمشر په بلنه د پاکستان
اولسمشر افغانستان ته تلونکئ دئ . او څه مهال وړاندي افغان اولسمشر هم پاکستان ته په مېلمستيا بلل شوئ او ت
لئ وو. د دې تلو راتلو سره سره ستونزه نه يوازي دا چي حل کيږي نه بلکي لا نوره شُړيږي .
هغه وخت چي پاکستان د اسلام او افغانستان څخه د ساتني او ژغورني خبري د جهاد تر نوم لاندي کولې ، زياتو
سپيڅلو افغانانو دا د پاکستان مرسته ګڼله او د مسلمان او ورور هېواد په سترګه يې ورته کتل ، خو اوس چي په
افغانستان کي د اولس استازئ دولت جوړ شويدئ ، ولي د پاکستان هغه پخوانيو پلانونو دوام پيداکړئ او د افغانستان
د ورانۍ او بر بادي لپاره نوي پلمې او بهانې جوړوي ، او خپل د دښمنئ کرغېڼي موخي پلي کوي ؟ دا ، او يوشمير نوري
پوښتني شته چي په دې سر خلاصي ليک کي يې (( د افغانانو د زړه اواز)) تر سر ليک لاندي هغه ميز ته د رسېدو په هيله
ليږم چي دواړه مشران به ورته مخامخ کښيني .
د هغو افغانانو څخه چي داولسمشرانو د مېلمستيا م
يز جوړوي او په ځانګړي توګه د افغان اولس مشر څخه هيله کوم چي دا ليک بيله لاس وهني (( د افغانانو د زړه اواز))
په نوم ښاغلي مشرف ته وسپاري .
ښاغلې مشرف ! افغانان ستاسو څخه دا څو پښتني کوي ، هيله ده په
پټه خوله او د لو څښتن ( ج ) په حاضر حضور بللواوخپل وجدان ته په کتلوسره ، ځواب وواياست !
ومړۍ پوښتنه : تاسو ، ستاسو کورنۍ او په پنجاب کي ستاسو نورو اړوندانو ته د زدکړي سپارښت کوئ؟
دوهمه پوښتنه : تاسو د پاکستان د اولسمشر په توګه د ښوونکو او زده کونکو قاتلانو ته سزا ورکوئ ؟
دريمه پوښتنه : تاسو ، د لارو ، سړکونو او د عامه ګټو ودانيو ته دزيان اړونکو او شوکمارانو مخه
نيسئ ؟
څلورمه پوښتنه : تاسو ، د داکترانو ، انجينرانو ، ملا امامانو او د عامه ښيګڼو کا
کونکو ، وژونکي محکومه وئ ؟
پنځمه پوښتنه : تاسو ، د بيګنا ه او خوارو وګړو د وژلو مخنيوئ
غواړئ ؟
ښاغلې مشرف ! ستاسو تر واک لاندي اداره او اړوندي جاسوسي کړۍ په افغانستان کي لاس
وهنه کوي . د زده کړو ممانعت کوي ، ښوونکي او زده کونکي وژني ،سړکونه او د عامه ګټو تاسيسات ورانوي ،ډاکتران
او ملا امامان وژني ، او په ښخو شويو مېنونو کي يې بي ګنا ه خلک ژوبل او وژل کيږي ، ستاسو تر واک لاندي ځواکونه
دا ټولي کرغيړني چاري پر افغان اولس تپي . که ستاسو ځواب دې پوښتنو ته ، هو ، وي نو مخ مه اړوئ او دا هو په عم
ل کي پلې کړئ ، چي هم افغانان ستاسو اسلامي دريځ ومني او هم به ستاسو وجدان ته درنښت پيدا کړي او که هو واياست
خو پلې کوئ يې نه ، بيا به افغانان وايې چي : نمکحرامه پنجابيه په رښتيا چي تاسو نه هغه لرئ او نه دا !