مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سلام فرهنګي ټولنه : ( اغزن سيم که د قصاب چاړه)

سلام فرهنګي ټولنه

د سلام فرهنګي ټولني اعتراض يک
 د افغانستان ، پاکستان او ائتلافي ځواکونو له لوري د جوړ شوې کميسون په نوم د هغې پريکړي خبر درسنيو له وري اورېدل کيږي ، چي د افغانستان او پاکستان پر پولو به اغزن سيم وغزول شي . تر هرڅه وړاندي ز موږ په باور د افغانستان او افغانانو پر زړه د پاکستان په ګټه د اغزن سيم غزو ل د قصاب هغه چاړه ده چي د افغانستان او افغانانو دخپلواک اوپتمن ژوند لپاره دپای ټکئ ايښودلای شي .
 خو داپوښتنه لا پر ځای پاته ده چي د دې چړې د کارولو واکمن څوک او د دې پريکړي تر شا به کومه ونډه او ويش منل شوئ او يا تپل شوئ وي ؟او د دې تر څنګ دا بنسټيزي پوښتني :
  ومړۍ : بهرني ځواکونه افغانستان ته د مرستي لپاره راغلي او که په ګاونډيانو د افغانستان او افغاني خاوري د پلو لو لپاره ؟
 دوهم : که دتروريزم مخه په اغزن سيم نيول کيدای شي ، غني او پر مختللي هېوادونه کولای شي د خپلو سرحدي کرښو څخه دا ډول اغزن سيم تاو راتاو کړي ، په هغه صورت کي د تروريزم پر ضد نړېواله مبارزه د هېوادونو د اشغال او نېواک ما نا نه لري ؟
 دريم : که پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم غزول د سرحدونو د نښانې اورسمي تثبيت پاره وي ، او د افغان اولس د توافق پرته د ياد شوي کمېسون دا پريکړه پلي شي ، په هغه صورت کي به دا پريکړه رښتني حقوقي او سياسي ارزښت ولري ؟
 زموږ په باورد ډيو رنډ پر کرښه د اغزن سيم غزول د ستونزو د حل لار نه ده ، دا ول اغزن سيمان نه د تروريزم مخه نيولای شي او نه د هېوادونو تر منځ پروت تاريخي کړ کيچ حل کولای شي . 

 افغان اولس ته په درنښت
 
 د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
 پوهنوال رسول باوري
 02.09.06
 اسن ، هلند

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery